لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : پارلیمان د غېرت په نوم وژنو ضد قانون منظور کړی


د بشري حقونو د تنظیمونو د شمېرو ترمخه پاکستان کې هر کال د غېرت په نوم د وژنو په لسګونو پېښې رامنځته کيږي .
د بشري حقونو د تنظیمونو د شمېرو ترمخه پاکستان کې هر کال د غېرت په نوم د وژنو په لسګونو پېښې رامنځته کيږي .

د پاکستان پارلیمان نن د زیارت په ورځ د غېرت په نوم د وژنو او جنسي تيري په اړوند د هغه قانون منظوري ورکړې د کوم چې د اوږدې مودې نه انتظار کېدو .

د نوي منظور شوي قانون لاندې به د غېرت په نوم وژونکي تن ته د عمر (۲۵ کاله) بند سزا ورکولی شي او د وژل شوي وارثانو نه د بخښنې واک اخستل شوی دی .

د دې قانون د نشتوالي له کبله به وړاندې قاتلان د سزا نه بچ کېدل او دویمه دا چې د وژل شوي تن وارثانو سره دا حق په لاس کې ؤ چې قاتل یا وژونکی به يې بخښلی شو .

د وژل شوي تن وارثانو به عدالت کې قاتل ته بخښانه کوله او د سزا نه به خلاصېدو . په ځینو پېښو کې به وژونکی او وژل شوی دواړه تنه د یوې کورنۍ وو او سزا به ورته نه ورکړی کېده .

د بشري حقونو د تنظیمونو د شمېرو ترمخه پاکستان کې هر کال د غېرت په نوم د وژنو په لسګونو پېښې رامنځته کيږي چې زیاتره پکې ښځې وژل کيږي او د کورنۍ د عزت ساتلو دپاره دغې وژنې ته د غېرت په نوم وژنه ویلی شي .

او زیاتره دغه پېښې په خپله خوښه د واده په غبرګون کې رامنځته کيږي هلک او جینۍ دواړه د غېرت په نوم وژلی شي .

پارلیمان په قانون کې د ښځو سره د جنسي زیاتي په اړوند د قانوني مادو منظوري هم ورکړې ده د کوم لاندې به د جنسي تیري ښکار ښځې ډي اېن اي ټسټ کولی شي او د ښځې پېژندګلو به پټه ساتلی شي .

د جنسي تیري په اړوند مادو کې ویل شوي چې د دې پرېکړه په ۹۰ ورځو کې کولی شي .

پارلیمان کې د غېرت په نوم وژنو او جنسي تيري په اړوند بِلونه د پاکستان پیپلزپارټي سینیټر فرحت الله بابر وړاندې کړي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG