لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان څخه سږکال دوه لکه کډوال وطن ته ستانه شوي،ملګري ملتونه


سږکال دجون مياشت کې پاکستان دافغان کډوالو هيواد کې داوسيدو موده دمارچ ٢٠١٧م پورې غزولې ده، دافغان کډوالو استازو او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دپاکستان دحکومت ددغه پريکړې هرکلى کړى و.
سږکال دجون مياشت کې پاکستان دافغان کډوالو هيواد کې داوسيدو موده دمارچ ٢٠١٧م پورې غزولې ده، دافغان کډوالو استازو او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دپاکستان دحکومت ددغه پريکړې هرکلى کړى و.

دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې ييو اين ايچ سي ار دشميرې ترمخه سږکال تر دې مهاله دوه لکه او څلور زره افغان کډوال پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې وياند دنيا اسلم خان دشورو په ورځ دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې ويلي دي ېچ پاکستان څخه په رضاکارانه توګه وطن ته دستنيدونکو افغان کډوالو شميره کې پرله پسې اضافه کيږي او دې عمل کې چټکتيا سږکال دجولا يي دمياشتې څخه راغلې ده.

سږکال دجون مياشت کې پاکستان دافغان کډوالو هيواد کې داوسيدو موده دمارچ ٢٠١٧م پورې غزولې ده، دافغان کډوالو استازو او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دپاکستان دحکومت ددغه پريکړې هرکلى کړى و.

داطلاعاتو ترمخه افغانستان ته ستنيدونکي افغان کډوال ديو شمير ستونزو سره مخ دي، دکډوالو دادارې وياند وايي چې هغوي ته هم دغه رقم اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دبشري حقونو ډلې ايمنسټي انټرنيشنل دنهې په ورځ يو راپور کې ويلي وو پاکستان غيرملکي کډوالو ته پخپله خاوره پناه ورکوونکى دنړۍ دريم لويې هيواد دى

ديو اين ايچ سي ار دوياند وينا ده چې زياتره افغان کډوال ديخنۍ دموسم څخه وړاندې خپل وطن ته ستنيدل غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG