لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د نېټو او دولتي ځواکونو غټه وسله ترلاسه شوې، پولیس


په دغه وسله کې جهازویشتونکې ټوپکې، راکټ لانچرې، لاسي بمونه، جي تهري او د بیلابیلو ملکونو جوړ کلاشنکوفونه او د لکونو په شمېره کې کارتوسونه او بُلټ پروف جېکټې شاملي دي .
په دغه وسله کې جهازویشتونکې ټوپکې، راکټ لانچرې، لاسي بمونه، جي تهري او د بیلابیلو ملکونو جوړ کلاشنکوفونه او د لکونو په شمېره کې کارتوسونه او بُلټ پروف جېکټې شاملي دي .

د کراچۍ پولیس ویلي د ښار د عزیز اباد سیمې نه يې په غټه کچه وسله ترلاسه کړې ده ، پولیس چارواکو د متحده قومي مومنټ ډلې د نوم اخستو پرته ویلي وسله د یوې سیاسي ډلې ده او په دغه وسله کې د نيټو او پاکستاني ځواکونو کارؤنکې غټه او وړه وسله شامله ده .

د کراچۍ پولیس مشر اډیشنل ائي جي مشتاق مهر یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل پولیس د یو نیول شوي ملزم د معلوماتو په اساس د ښار په عزیزاباد سیمه کې په یو بند کور باندې چهاپه وهلې او د هلته نه يې د نيټو او پاکستاني ځواکونو کارؤنکې وسلې په ګډون په لویه شمېره کې نوره وسله ترلاسه کړې ده .

"د ناین زیرو سره نزدې یو کور چې د ډېرې مودې نه بند ؤ هلته چهاپه ووهل شوه او نیول شوي ملزم ویلي چې وسله یوې سیاسي ډلې اخستې په هغې کې د غټو کسانو نومونه اخستل شوي خو دوې پلټنې کوي چې وسله اخستې چا وه، پټه کړې چا وه او مقصد يې څه ؤ" .

پولیس افسر وویل دغه وسله په کور کې دننه لاندې په ځمکه کې جوړې د اوبو په ټېنکۍ کې پټه کړی شوې وه چې پکې جهازویشتونکې ټوپکې، راکټ لانچرې، لاسي بمونه، جي تهري او د بیلابیلو ملکونو جوړ کلاشنکوفونه او د لکونو په شمېره کې کارتوسونه او بُلټ پروف جېکټې شاملي دي . هغه وویل په دغه وسله کې "د نیټو ځواکونو کارؤنکې وسله هم شامله ده".

دغه وسله د کومې سیاسي ډله ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې پولیس افسر وویل"چې کله ما د یوې سیاسي پارټۍ او ناین زیرو وویل عزیز اباد مې یاد کړو نو پاتې پکې څه شو".

د کراچۍ په عزیزاباد سیمه کې د متحده قومي مومنټ ډلې مرکزي دفتر ناین زیرو موقعیت لري کوم چې د اګست په میاشت کې رېنجر ځواکونو د لټولو وروستو سیل کړی یا بند کړی وو .

د ناین زیرو تړلو نه پينځه وړاندې د اېم کیواېم ډلې مشر الطاف حسېن د کراچۍ پریس کلب مخې ته د خپل ګوند په احتجاج ناستو غړو ته په وینا کې د پاکستان په ضد نعرې وهلې او په ای ار وايي ټي وي چېنل د ورختو يې ورته ویلي ؤ .

خبري غونډې ته په وینا کې پولیس افسر مشتاق مهر وویل دغه پلټنې پېل کړی شوي چې د کوم کور نه وسله ترلاسه شوې دا د چا په نوم دی او د چا په استعمال کې ؤ . هغه وویل دغه وسله په کراچۍ کې د قلنګ او په ځمکو د قبضو په پیسو اخستل شوې ده .

"په دې وسله کې په لندن کې ناست ځینې کسان د (را) "هنداستخباراتي اداره" سره په ګډه او جنوبي افریقه کې موجوده ډله شامله ده او دا د محرم په نهمه او لسمه د عاشورې په مهال د ترهګرۍ دپاره کارېدی شوه".

یاده دې وي په کال ۲۰۱۱م کې د کراچۍ په بدامنۍ د سترې محکمې د هغه وخت مشر قاضي افتخارمحمدچوهدري سوموټو نوټس اخستی او د کراچۍ بدامنۍ د کېس اورېدنې په مهال عدالت ته په وړاندې کړی شوي یو راپور کې ویل شوي ؤ چې د کراچۍ بندر نه افغانستان ته تلونکي بهرنۍ ۱۹ زره کنټېنرې بې درکه شوي چې پکې وسله هم شامله وه .

ولې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر په میاشت کې اسلام اباد کې د امریکا د سفارتخانې نه په جاري شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي ؤ چې د کراچۍ د بندر د لارې افغانستان ته تلونکې ۱۹ زره کنټینرې نه دي غلا شوي .

د کراچۍ ښار د منځنۍ ضلعې د پولیس مشر مقدس حېدر په وینا نن چې د ناین سره نزدې د کور نه کومه وسله ترلاسه شوې په هغې کې ۸۰ فیصده داسې ده چې د کاریدو قابله ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG