لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:دداعش په ضد دعملياتو په مهال امريکايي عسکر وژل شوى

 دپينټاګان پريس سيکرټري پيټر کُک ويلي دي دغه عسکر هاغه مهال وژل شوى کله چې افغان ځواکونو سره په ګډه دترسره کيدونکې ګزمې په مهال يو کورنى جوړ شوى بم وچاوديدو، دکُک وينا ده چې چاودنه کې بل امريکايي يا افغان عسکر ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امريکايي عسکري چارواکي وايي دافغانستان په ننګرهار ولايت کې دتندروه ډلې داعش په ضد دعملياتو په مهال وژل شوى دى.

دپينټاګان پريس سيکرټري پيټر کُک ويلي دي دغه عسکر هاغه مهال وژل شوى کله چې افغان ځواکونو سره په ګډه دترسره کيدونکې ګزمې په مهال يو کورنى جوړ شوى بم وچاوديدو، دکُک وينا ده چې چاودنه کې بل امريکايي يا افغان عسکر ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

جنرال جان نکلسن ويلي دي چې په دغه تاوان دهغوي زړه مات شوى او زياته کړې يې ده چې امريکا افغانستان کې ترهه ګرو ته په ماتې ورکولو ژمنه ده.

دپينټاګان وينا ده چې ددغه پېښې پلټنې روانې دي.

تندروه ډلې داعش افغانستان کې د ننګرهار ولايت په لسو ولسواليو کې د تيرکال په پيل کې خپلې سيمه ييزې هلې ځلې پيل کړې وې ، دچارواکو وينا ده چې دمخالفو طالبانو دجګړو او امريکايي ترهه ګرۍ دمخنيوي دپرله پسې ډرون بريدونو له امله دغه ډله اوس ترڅو ولسواليو محدوده شوې ده.

داعش افغانستان، پاکستان او دايران ځينې برخې دخپلې خراسان صوبې په توګه اعلان کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG