لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي پروګرامونو په خپرولو لایسنس منسوخ کېدی شي، پېمرا


د پېمرا لخوا دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې په وروستیو کې د پاکستان او هند اړیکې تاؤژنې شوي دي .
د پېمرا لخوا دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې په وروستیو کې د پاکستان او هند اړیکې تاؤژنې شوي دي .

د پاکستان د الیکټرانک میډیا کنټرولؤنکي او څار ادارې پېمرا ویلي چې په غېرقانونه توګه د هند پروګرامونو خپرولو والا ځايي ټي وي چېنل لایسنس به په سمدستي ډول معطل (تعلیق) یا منسوخ (لغوه) کولی شي .

پېمرا ویلي دغه پرېکړه به د روانې میاشتې اکتوبر د ۱۵ نه وروستو عملي کيږي .

د پېمرا لخوا دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې په وروستیو کې د پاکستان او هند اړیکې تاؤژنې شوي دي .

پېمرا د سه شنبې په ورځ یو بیان کې ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې د پاکستان د خلکو لخوا دا غوښتنه کېده چې پاکستاني ټي وي چېنلو باندې دې د هند پروګرامونه او ډرامې چلېدل بند کړی شي .

د پېمرا د قانون ترمخه د پاکستان ټي وي چېنلې په خپلو خپرونو کې ۱۰ فیصده برخه یا وخت بهر ملکي پروګرامونو خپرولو له ورکولی شي، خو پېمرا وايي په ملک کې ټي وي چېنلې د خپل ټاکلي وخت نه زیات هندي پروګرامونه چلوي .

د پېمرا په وینا که چرته ټي وي چېنلو د ۱۵م اکتوبر نه وروستو هم په غېرقانوني توګه پروګرامونه چلول, په ضد به يې اقدام کولی شي .

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ رامنځته کېدو وروستو د هند په مهاراشټر ریاست کې کې یوې سخت دریځه ډلې مهاراشټر نو نرماسینا دهړکه ورکړې وه چې په دوه شواروځه کې دې پاکستاني فلمي هنرمندان له هند نه ووځي ، او په هند کې يې هغو فلمونو خبرېدو ته هم ګواښ کړی ؤ چې پاکستاني هنرمندانو پکې کار کړی وي .

په وروستیو کې د پاکستان د سنیماګانو مالکانو هم ویلي چې هندي فلمونه به نه چلوي تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې بیرته ښې شوې نه وي .

د هند د ولقې لاندې کشمير کې د جولايۍ دمیاشتې راهسې روانو مظاهرو او کړکېچنو حالاتو او بیا تېره میاشت د هند په اُړي پوځي مرکز باندې د برید وروستو د دواړو ګاونډي هېوادونو اړیکې نورې تاؤژنې شوي دي .

د دې ترڅنګ د هند لخوا د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر کې د هدفي عملیاتو ادعا شوې او پاکستان رد کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG