لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس وايي ډيره اسماعيل خان کې دڅلورو کسانو مړي موندل شوي


 دپوليسو وينا ده چې دصدر تاڼې په حدودو کې ورته دبډهـ سيمې څخه په ډزو دويشتل شوؤ دريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې دصدر تاڼې په حدودو کې ورته دبډهـ سيمې څخه په ډزو دويشتل شوؤ دريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

پوليس وايي چې دپاکستان دخېبرپښتونخوا صوبې په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دنهې په ورځ دڅلورو نامعلومو کسانو مړي موندل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې دصدر تاڼې په حدودو کې ورته دبډهـ سيمې څخه په ډزو دويشتل شوؤ دريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

پوليس دوژل شوؤ کسانو څخه ددوؤ کسانو عبدالغني او غني پيژندګلو دجنوبي وزيرستان داوسيدونکو په توګه کړې ده خو ددريم تن پيژندګلو لا نه ده شوې.

همدغه راز دګرسل سيمه کې هم ديو پټي څخه د٤٥ کلن نامعلوم تن مړى په داسې حال کې ترلاسه شوى چې دهغه په مرۍ کې پړى اچول شوى.

دپوليسو وينا ده چې مړي يې پخپله قبضه کې اخستي او دپېښې پلټنې روانې دي.

دخېبرپښتونخوا بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم دنامعلومو کسانو مړي ترلاسه شوي په کومو چې دبشري حقونو دډلو لخوا دانديښنې څرګندونه شوې، ددغسې مړو دترلاسه کيدو څخه وروستو دپوليسو لخوا دپلټنو دپيل کولو دعوې خو کولى شي خو تر دې مهاله دمړو دموندل کيدو کومه پېښه منطقي انجام ته نه ده رسول شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG