لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بمي چاودنو کې ٧ کسان وژل شوي،٣٧ ژوبل


 دجوزجان درزاب ولسوالۍ کې چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې په يو موټر سايکل پسي تړل شوي چاوديدونکي مواد وچاوديدل،دچاودنې په مهال سيمه کې دخلکو ګڼه ګوڼه وه.
دجوزجان درزاب ولسوالۍ کې چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې په يو موټر سايکل پسي تړل شوي چاوديدونکي مواد وچاوديدل،دچاودنې په مهال سيمه کې دخلکو ګڼه ګوڼه وه.

دافغانستان پلازمينه کابل او شمالي ولايت جوزجان کې دګل په ورځ ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ٧ کسان وژل شوي او ٣٧ نور ژوبل شوي دي.

دجوزجان درزاب ولسوالۍ کې چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې په يو موټر سايکل پسي تړل شوي چاوديدونکي مواد وچاوديدل،دچاودنې په مهال سيمه کې دخلکو ګڼه ګوڼه وه.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه دجوزجان دوالي وياند رضا غفوري په دې اړه ويلي دي دګل په ورځ خلک عموماً دکليو څخه ښار ته دسودسودا اخستو لپاره راځي، دهغه وينا وه دهيواد دښمنانو په يو موټر سايکل پسې چاوديدونکي مواد تړلي وو او بې ګناه وطنوال يې وژلي.

بلخوا افغان خبري ادارې پژواک دکورنو چارو دمرستيال وزير نجيب الله دانش په اړه ويلي دي دکابل په چهارکلا سيمه کې هم په يو موټر سايکل پسي دتړلو چاوديدونکو موادو له امله چاودنه شوې ده چې پکې يو تن وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

ددغو بمي چاودنو ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې

دغه بمي چاودنې په داسې حال کې رامينځته شوي چې دافغان ميډيا دراپورونو له مخې دافغانستان شمال کې دکندوز په مرکز له ختيځ او لويديز اړخونو څخه طالبانو بريدونه کړي او ددغه ښار په ځينو برخو يې قبضه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG