لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او هند دې تاؤتريخوالي کې اضافې څخه ډډه وکړي،امريکا


 دزيارت په روځ واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي ديوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې امريکا دوضعيت په غور سره جاج اخلي.
دزيارت په روځ واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي ديوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې امريکا دوضعيت په غور سره جاج اخلي.

امريکا په پاکستان او هند غږ کړى چې دتاؤتريخوالي دعلت جوړيدونکي ګام څخه دې ډډه وکړي اؤ دخبرو اترو عمل دې دوامداره وساتي.

روانه مياشت کې دهند تر انتظام لاندې کشمير کې دهندي پوځ په يو مرکزي دترهه ګرو لخوا يو بريد کې د١٨ؤ هندي عسکرو دوژلو څخه وروستو ددواړو اتومي رقيبو هيوادونو ترمينځ اړيکې تاؤژنې شوي اؤ دزيارت په ورځ ددواړو هيوادونو ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه(لا ئن اف کنټرول) دډزو پيښو کې هم دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې.

دزيارت په روځ واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي ديوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې امريکا دوضعيت په غور سره جاج اخلي.

هغه ويلي دي مونږ ګڼو چې دپاکستان او هند پوځي(چارواکي) رابطه کې دي،مونږ فکر وؤ چې درابطو دوامداره ساتل تاؤتريخوالي کې کمي لپاره ډير ضروري دي

هغه وويل دتاؤتريخوالي دراکمولو اؤ دترهه ګرۍ ګډې خطرې مخنيوي لپاره امريکا ددواړو هيوادونو ترمينځ دخبرو اترو ډاډګيرنه کوي.

دزيارت په ورځ هندي ميډيا دعوه کړې وه چې دهغوي ځواکونودسرجيکل سټرايکس(هوايي بريدونو) له لارې پاکستاني کشمير کې دترهه ګرو ځالې په نخښه کړي خو پاکستان دغه دعوې رد کړي دي.

وروستو هندي مډيا کې دا خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دامريکا ددفاع وزير جان کيري خپلې هندي سيالې سشما سوراج ته فون کړى او هغې سره يې په وضعيت خبرې اترې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG