لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۱۱م ستمبر ۲۰۰۱ ترهګر بریدونه، کانګرس د اوباما ويټو رد کړې


د امریکې کانګرس په ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ د ترهګر بریدونو په اړوند د سعودي عرب په ضد د قانوني چارو کولو د اجازت دپاره د صدر اوباما ويټو رد کړې ده .
د امریکې کانګرس په ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ د ترهګر بریدونو په اړوند د سعودي عرب په ضد د قانوني چارو کولو د اجازت دپاره د صدر اوباما ويټو رد کړې ده .

د امریکې کانګرس په ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ د ترهګر بریدونو په اړوند د سعودي عرب په ضد د قانوني چارو کولو د اجازت دپاره د صدر اوباما ويټو رد کړې ده .

د شورو/چهارشنبې په ورځ دواړو اېوانونو کې په ښکاره اکثریت سره په وړومبي ځل د صدر اوباما کوم ویټو رد کړی شوه .

په سینیټ کې د ډیموکریټک ګوند د لږکیو مشر د نېواډا سره تعلق لرونکي هيري ریډ یواځینې سینیټر دی چې د صدر ملګرتیا يې کړې ده، د اېوان په استازو کې د ويټو په ضد ۳۴۸ او په حق کې يې ۷۷ ووټونه راغلي دي .

داسې کېدل د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ کې ترسره شوؤ ترهګر بریدونو کې د وژل شوؤ د خپلوانو دپاره یوه لاس ته راوړنه بلل کیږي .

تراوسه پورې د امریکې په عدالتونو کې د انصاف ترلاسه کولو دپاره د هغوې هڅې ناکامې شوي دي د کومې سبب چې د سعودي عرب حکومت ته قانوني استثنی/معافیت وو .

(د ترهګرو د مشرانو نه د انصاف اخستو ) په نوم دغه بِل د قانون جوړونې لاندې د هغو بهرنو کردارونو په ضد د قانوني چارو کولو اجازه ورکوي ، د چا په اړه چې خیال کيږي چې د امریکې په خاوره ترهګرۍ کې ککړ وو .

په دغه بِل کې د کوم ملک نوم نه دی لیکل شوی ولې دا سعودي عرب ګڼل کيږي او هغه د ۱۱م ستمبر د ترهګرۍ د پلان په جوړولو کې د څه قسمه برخې اخستو زمه وار ګڼلی شي .

د کنيټيکټ سره تعلق لرونکي د ډيموکریټک ګوند سینیټر رچرډ بلومن تهل په وینا ( خپلوانو ته به خپل مړي مېلاؤ نه شي ولې هغوې ته به یوه ورځ د عدالت نه د انصاف د لاس ته راوړنې حق ضرور مېلاؤ شي) .

د ټیکساس نه د ریپبلکن استازي جان کورنکس ویلي ( د ترهګرۍ نه د اغېزمنو دپاره دا خبره دامریکا په ګټه کې ده چې هغوې ته د خپلو عدالتونو نه د قانون د سرلوړۍ حق ترلاسه شي) .

د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي ( د کوم بل هېواد په پرتله د امریکا متحده ایالات په ګرده نړۍ کې په نورو ملکونو کې موجود دی د دې دپاره د اعلی واک د نوعیت د معافیت اغېزمن کېدو په پایله کې د کوم بل هېواد په نسبت امریکا ته زیاتې خطرې ورپېښېدی شي) .

دغه ډول چې کله په سینیټ کې د رایې اچونې تیارې کېدې، د سي ايي ای مشر جان برینن یو بیان کې خبرداری ورکړی چې ( د داسې کولو نه د امریکا ملي امنیت د سختو پایلو سره مخ کېدی شي) .

ویل کيږي د سعودي عرب واکمنو د امریکې قانون جوړؤنکو ته ویلي ؤ چې په داسې ګام اوچتولو به بادشاهت مجبور شي چې په امریکا کې د ۷۵۰ اربه ډالرو مالیت خزانې او نور جایداد وتړي، له دې وړاندې چې امریکايي عدالت يې تړي .

ځينې معاشي کارپوهان د دې شک څرګندونه کوي او وايي چې په داسې حالاتو کې د ملک معیشیت د خطرې سره مخ کېدی شي .

صدر اوباما سي این این ټیلي ویژن ته ویلي دي چې د کانګرس پرېکړه «یوه غلطي » ده.

هغه زیاته کړې ده چې د ۱۱ م ستمبر د پيښې د قربانیانو لپاره د مرستې په غرض د هغه ادارې فنډ یا پیسې مخصوص کړي دي .

اوباما ویلي دا چې عامو خلګو ته اجازه ورکول کیږي چې د ترهګرو د نه مخنوي په تور یو هیواد محکمې ته راکش کړي دا به په بدل کې امریکا ته تاوان ورسوي .

د ۱۱م ستمبر ترهګر بریدونو کې ککړ ۱۹ بریدګرو کې ۱۵ د سعودي عرب وو ، او سعودي عرب د یوې مودې نه په دغو بریدونو کې د ککړتیا خبره ردوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG