لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز: د ملي اردو ۱۲ سرتیري خپلو دوه ملګرو وژلي


Filipino Catholics wave palm fronds to be blessed before Palm Sunday mass in a Catholic church in Paranaque City, Philippines.
Filipino Catholics wave palm fronds to be blessed before Palm Sunday mass in a Catholic church in Paranaque City, Philippines.

د افغانستان په شمال کې پروت ښار کندوز په زاخیل خمدان سیمه کې د ملي اردو (پوځ) په یوه پوسته کې ۱۲ تنه سرتيرې خپلو دوه ملګرو وژلي دي .

د پولیسو د سپين زر زون مشر شیرغزیز کاموال ویلي دغه پوسته چې پکې ۱۲ سرتيري ځاې په ځاې کړی شوي د امنیت د ټینګښت په موخه جوړه کړی شوې وه ، تېره شپه پکې دغه پېښه رامنځته شوې دوه تنو خپل ۱۲ ملګري وژلي او بیا تښتېدلي دي .

شیرعزیز ویلي دغه دوه تنه چې دخپلو ملګرو سره يې غداري کړې او وژلي يې دي د تخار او شبرغان اوسېدونکي دي .

ځینې راپورونه وايي د ملي اردو په سرتیرو وسله والو طالبانو دغه برید کړی دی ، او د ملي اردو دوه سرتيرو په اړه ویل کيږي چې هغوې ورته د برید برابرتیا کړې وه .

چارواکو ویلي په دغه اړه يې پلټنې پېل کړي او له تحقیقاتو وروستو به یې نور تفصیل خپور کړي .

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې تیره شپه یې وسله والو د کندوز د اخندانو په سمیه کې په یوه امنیتي پوسته برید کړی دی .

د خبرپاڼې ترمخه برید کې طالبانو د پوستې د مشر په ګډون ۱۳ افغان عسکر وژلي او پوسته یې په ولقه کې اخستې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG