لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور او مردان دبريدونو منصوبه بندي افغانستان کې شوې،جنرال باجوه


 دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دامن وامان په اړه ديوې غونډې څخه وروستو ميډيا سره دخبرو په مهال جنرال باجوه وويل چې دخېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه ګرو خوندي ځالې له مينځه وړل شوي دي.
دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دامن وامان په اړه ديوې غونډې څخه وروستو ميډيا سره دخبرو په مهال جنرال باجوه وويل چې دخېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه ګرو خوندي ځالې له مينځه وړل شوي دي.

دپاکستان دپوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه تور لګولى دى چې روانه مياشت کې دپېښور په کرسچين کالونۍ او دمردان په ضلعي کچهرۍ دشوو حملو منصوبه بندي افغانستان کې شوې وه.

دافغانستان لخوا په باضابطه توګه دپاکستاني پوځ ددغه دعوې په اړه تر دې مهاله کوم غبرګون مخې نه دى راغلى.

په ډاګه دې وي چې دپېښور اؤ دمردان دبريدونو ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه.

پېښور اؤ مردان کې په يوه ورځ دغه ترهه ګريز بريدونه يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوي وؤ چې دپاکستان دپوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضد پوځ سترې لاسته راوړنې کړي او شمالي وزيرستان کې پيل کړى شوو ضرب عضب عملياتو کې يې په زرګونو ترهه ګر وژلي

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دامن وامان په اړه ديوې غونډې څخه وروستو ميډيا سره دخبرو په مهال جنرال باجوه وويل چې دخېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه ګرو خوندي ځالې له مينځه وړل شوي دي.

دپوځ وياند وويل هيواد کې دکيدونکو بريدونو څخه وروستو هغوي تل دثبوت انتظار کړى او که چرې کوم ثبوت ورته نه دى ترلاسه شوى نو په چا يې تور نه دى لګولى.

هغه وويل چې دپېښور په ورسک روډ کرسچين کالونۍ ته څلور ځانمرګيان داخل شوي ووؤ کومو چې ځانمرګي جيکټونه اچولي وو کوم چې وروستو عملياتو کې وژل شوي وؤ او دهغوي څلور سهولت کار هم نيول شوي دي،هغه وويل چې ددغه بريد منصوبه بندي افغانستان کې شوې وه.

هغه وويل چې دمردان په ضلعي کچهرۍ دشوي بريد منصوبه بندي هم افغانستان کې شوې وه او دغه بريد کې مرسته ورکوونکي درې کسان هم نيول شوي دي چې دهغوي څخه درې ځانمرګي جيکټونه هم ترلاسه شوي، په کومو سره چې په نيشنل بينک مردان او پوليس لا ين هم بريدونه کيدونکي وؤ خو دغه بريدونه ناکامه کړى شوي.

دپاک افغان پولې دڅارنې دانتظاماتو په اړه هغه وويل تر دې مهاله ٢٠ پوستې جوړې کړى شوي او دپوليس اؤ مليشې عسکر پرې ګمارل شوي دي چې ورسره به په پوله (دترهه ګرو)دتګ راتګ مخه ونيولى شي.

دهغه وينا وه دپولې نظام به په هاغه صورت کې موثره وي چې دافغانستان لخوا هم دې لړ کې کار وکړى شي، هغه هيله څرګنده کړه چې راتلونکي وخت کې به دافغانستان په طرف هم عسکر وګمارلى شي.

هغه وويل چې دلټونې او استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوو عملياتو سره دهيواد امنيتي وضعه کې ښه والى راغلى دى.

دهغه وينا وه چې تيرو څو مياشتو کې دپاکستان پوځ دتندلارو لخوا دکيدونکو ١٤ؤ بريدونو مخه نيولې ده.

پوځي وياند وويل چې په ختيزو سرحدونو دهغوي کلک نظر دى او دهررقم صورتحال لپاره تيار دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG