لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د ډزو پېښه کې څلور تنه وژل شوي


پېښه کې ټولې ښځې وژل شوي دي او یو سړې په مرګوني حالت کې دی .
پېښه کې ټولې ښځې وژل شوي دي او یو سړې په مرګوني حالت کې دی .

چارواکو ویلي د امریکا په شمال ختیځ ایالت واشنګټن کې د سوداګرۍ په یو مارکیټ کې د ډزو پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي .

دغه پېښه د جمعې په ورځ ناوخته د برلنګټن په کاسکيډ کې د سوداګرۍ په مارکیټ کې رامنځته شوې ده .

پېښه کې ټولې ښځې وژل شوي دي او یو سړې په مرګوني حالت کې دی .

د پولیس یو چارواکي مارک فرانسس ویلي پولیس د یو تن چې هسپانوي دی په لټه کې دي چې وسله په لاس ؤ تورې جامې يې اغوستې وې او د هغه په وینا دغه تن په وروستي ځل په انټرسټيټ فائیو پله تلو کې لیدل شوی دی .

چارواکو د دغه مشکوک تن چې ډزې يې کړي دي، عکس د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو خپور کړی دی .

روانه میاشت د منیسوټا ایالت په سینټ کلاؤډ کې د سوداګرۍ يو مارکیټ کې یو تن په خلکو په چاکو ګوزارونه کړي او لس تنه یې ژوبل کړي وو . هلته موجودو پولیسو په دغه تن ډزې کړې او وژلی یې ؤ او پېژندګلو یې د ۲۰ کلن احمدعدن په نوم شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG