لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان به په ګډه د پولیو قابو کولو هڅې کوي


​تاریخی کیتھڈرل میں آگ شام کے وقت بھڑک اٹھی جس نے دیکھتے ہی دیکھتے چھت اور ایک مینارے کو اپنی لپیٹ میں لے لیا۔
​تاریخی کیتھڈرل میں آگ شام کے وقت بھڑک اٹھی جس نے دیکھتے ہی دیکھتے چھت اور ایک مینارے کو اپنی لپیٹ میں لے لیا۔

د پاکستان او افغانستان چارواکي په دې خبره موافقه شوي چې د پولې دواړو غاړو ته به په ګډه د پولیو ضد د څاڅکو کمپاين په یو وخت چلولی شي د دې دپاره چې په پوله اوړېدونکي راوړيدونکي ماشومانو کې څوک هم بې د څاڅکو پاتې نه شي .

د دواړو هېوادونو چارواکي په اسلام اباد کې رایوځاې شوي د پولیو د رنځ د خاتمې په وړاندې راپېښو چېلنجونو باندې غږېدلي او د هغو علاقو په اړه یې خبرې اترې کړي چرته چې د پولیس وایرس اوس هم شتون لري .

دواړه فریقه په دې موافقه شوي چې په ځانګړي ډول د پولې دواړو خواؤ ته تلونکو راتلونکو ماشومانو/کسانو په اړوند د کومې تګ لارې جوړولو د لارې د پولیو وایرس قابو کېدی شي .

دپولیو وایرس چې د ګردې نړې نه ختم شوي او دا اوس یواځې په افغانستان او پاکستان کې شتون لري، چارواکي وايي دلته د وایرسو د شتون یو علت دا هم دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله اوړیدونکي ماشومان دپولیو د څاڅکو نه پاتې شي او ځينې داسې لارې دي چې هلته د تلوراتلو په وخت دې خلکو ته څاڅکي ونه رسي .

چارواکي وايي که په پوله داسې انتظام وشي چې هر تلونکي راتلونکي ماشوم ته څاڅکي ورسي نو دغه رنځ به هم د مینځه لاړ شي .

د اسلام اباد لیدنه کې چارواکو په دې موافقه کړې چې دواړو خواؤ ته به د پوليو ضد کمپاين په اړه یو بل د وړاندې نه خبرولی شي او په دغو سیمو کې ویونکو ژبو کې به خلکو ته د کمپاين په اړه پېغامونه رسولی شي .

افغانستان او پاکستان کې د تېر په پرتله سږکال د پوليو کېسونه ډېر کم شوي دي او پاکستان کې د تېرو کلونو په پرتله روان کال د پولیو ټیمونو باندې بریدونه هم کم شوي دي .

چارواکي وايي که دغه لړۍ په دې ډول دوام ولري ډېر زر به د سیمې نه دغه رنځ په مکمله توګه ختم شي او پاکستان او افغانستان کې د دې وایرسو ختمولو سره به ګرده نړې د دې رنځ نه خلاصه شي ځکه چې په نوره نړۍ کې دا وایرس ختم کړی شوي دي .

پوهان وايي د پولیو وایرس چې ماشومان/انسان په پښو یا لاسو ترعمره پورې معذوره کوي او دغه رنځ هیڅ ډول علاج نه لري دغه وایرس په مکمله توګه د نړۍ نه ختمېدی شي ځکه د دې رنځ د مخنیوي په خبره زور هم راوړی کيږي .

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۱۴ او افغانستان کې نهه کېسونه رپورټ شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG