لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګډو پوځي مشقونو لپاره روسي عسکر پاکستان ته رسيدلي


 دپاکستاني پوځ دوياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه لخوا په ټويټر دجاري شوي يو بيان ترمخه ددواړو هيوادونو دځمکنو پوځونو ترمينځ کيدونکي مشقونه به د٢٤م ستمبر څخه ١٠ اکتوبر پورې دوامداره وي.
دپاکستاني پوځ دوياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه لخوا په ټويټر دجاري شوي يو بيان ترمخه ددواړو هيوادونو دځمکنو پوځونو ترمينځ کيدونکي مشقونه به د٢٤م ستمبر څخه ١٠ اکتوبر پورې دوامداره وي.

دپاکستان پوځ ويلي دي دروس دځمکني پوځ ډلې په لمړي ځل دګډو پوځي مشقونو لپاره پاکستان ته رسيدلي دي.

دپاکستاني پوځ دوياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه لخوا په ټويټر دجاري شوي يو بيان ترمخه ددواړو هيوادونو دځمکنو پوځونو ترمينځ کيدونکي مشقونه به د٢٤م ستمبر څخه ١٠ اکتوبر پورې دوامداره وي.

دڅيړونکو وينا ده چې دپاکستان او روس ترمينځ دغه ګډ پوځي مشقونه ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ مخ په زياتيدونکې مرسته په ډاګه کوي، ددغو دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې دسړې جګړې په مهال تر لسيزو تاؤژنې پاتې شوي.

دهند تر انتظام لاندې کشمير کې دهندي پوځ په هيډکوارټر تيره اوونۍ دتندلارو لخوا دبريد وروستو هندي ميډيا دعوه کړې وه چې روس پاکستان سره ګډ پوځي مشقونه منسوخ کړيدي خو روس کې دپاکستان سفير قاضي خليل الله دغه دعوې رد کړې وې

دپاکستاني چارواکو وينا ده چې دغو ګډو پوځي عملياتو کې به ددواړو اړخو څخه خواوشا دوه سوه عسکري پرسونل برخه اخلي.

دقاضي خليل الله ترمخه دا لمړۍ موقع ده چې دپاکستان او روس عسکر ګډ پوځي مشقونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ دامريکا او پاکستان ترمينځ دانسپايرډ ګيمبټ په نوم ګډ پوځي مشقونه هم تر نهو ورځو ددوامداره پاتې کيدو وروستو ساؤتهـ کيرولاينا کې پاې ته رسيدلي وؤ.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ايي ايس پي ار لخوا دجاري شوي يو بيان کې ويل شوي وؤ چې ددغو مشقونو مقصد دبارودي سرنګونو دناکاره کولو او ترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې ديو بل دتجربو څخه ګټه پورته کول وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG