لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د هوايي پوځ مشقونه او ګنګوسې


د پوځ د مطبوعاتي څانګې او هوايي ځواک لخوا  په دغه اړوند خاموشۍ دا ګنګوسې نورې سېوا کړي دي .
د پوځ د مطبوعاتي څانګې او هوايي ځواک لخوا  په دغه اړوند خاموشۍ دا ګنګوسې نورې سېوا کړي دي .

یو لور ته چې د پاکستان چارواکي په دې خبره ټینګار کوي چې پوځي مشقونه يې د وړاندې نه ترتیب شوي وو د چهارشنبې په ورځ شمالي سیمو کې د فضايي حدودو بندلو او د هوايي ځواک د مشقونو وروستو داسې ګنګوسې روانې دي چې د پاکستان پوځ د هند لخوا د ممکنه برید په لړ کې تیارۍ کوي او د دې په ترڅ کې د ونډو بازار ښکته راغلی دی .

ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي چې د هوايي پوځ دغه مشقونه په داسې وخت پېل شوي چې د هند د ولقې لاندې کشمیر په اُړي علاقه کې د هندي پوځ په یو مرکز د برید نه وروستو د پاکستان او هند اړیکې ترینګلې شوي دي او له هغې پس د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو ګنګوسې تودې شوي دي .

راپور لیکي چې د پوځ د مطبوعاتي څانګې او هوايي ځواک لخوا په دغه اړوند خاموشۍ دا ګنګوسې نورې سېوا کړي دي .

د ورځپاڼې ترمخه یو پوځي چارواکي دا خبرونه رد کړي دي چې ګنې په تېرو څو ورځو کې په ملک کې د خبرتیا کچه بدل شوې ده ، البته نوموړي ویلی چې د هند لخوا ګواښونو ته په کتو ځواکونه ډېر چمتو کړی شوي دي .

بل لور ته د فضايي حدودو او موټر وی بندولو په لړ کې د سرکاري خبرتیا وروستو په ځاې مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره شوي چې د هند لخوا د ممکنه سرجیکل سټرايکس(بریدونو) خطرې ته په کتو دا ګامونه پورته کړی شوي دي ، ولې پوځې چارواکو ویلي دا د معمول د مشقونو (هاې مارک) برخه ده .

پوځي چارواکو ویلي دغه مشقونه هر پينځه کاله پس کيږي، اود فضايي حدونو بندولو سره د اسلام اباد، ګلګت او سکردو پروازونه ځنډول شوي او چارواکو ویلی په ۲۱م،۲۲م او ۲۳م ستمبر به د مشقونو له امله په ځينې وختونو کې فضایی حدود بند وي . او د موټر وی پولیس ویلي د کالاشکاکو او شیخوپوره/ ګوجرانواله او پېښور، نوښار ترمنځ موټر وی په بیلابیلو ځایونو کې د رغونې دپاره بند کړی شوی دی .

د پاکستان د هوايي ځواک یو ویاند وایس اف امریکا ته ویلي دا ټولې افواګانې دي حقیقت نه لري .

د راپورونو ترمخه د دغو ګنګوسو له امله تېره ورځ د ونډو بازار هم په ښکته راغلی دی .

ځینې خبري ادارو داسې خبرونه هم خپاره کړي دي چې د هند پوځي دستې د پولې وړاندنیو محاذونو ته روانې کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG