لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتخابي فهرستونو کې د ووټونو اندراج دپاره مرکزونه جوړ شوي


الیکشن کمېشن په خپله ویب پاڼه د دغو مرکزونو درکونه هم ورکړي دي چې په کومه علاقه کې په کوم ځاې کې دغه مرکز جوړ دی .
الیکشن کمېشن په خپله ویب پاڼه د دغو مرکزونو درکونه هم ورکړي دي چې په کومه علاقه کې په کوم ځاې کې دغه مرکز جوړ دی .

د پاکستان الیکشن کمېشن ( د انتخاباتو کمېسون) په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی چې په انتخابي فهرستونو کې د نوؤ ووټونو د اندراج یا په زړو فهرستونو کې د خپل ووټ سمولو دپاره مرکزونه جوړ کړی شوي او خلک کولی شي چې په دغو مرکزونو کې د نوؤ ووټونو اندراج وکړي او زوړ ریکارډ سم کړي .

د الیکشن کمېشن ترمخه په ټول ملک کې د روانې میاشتې ستمبر د ۲۰م نېټې نه تر د اکتوبر د میاشتې د ۱۰م نېټې پورې خلک کولی شي چې د خپل شناختي کارډ سره په خپله علاقه کې جوړ مرکز ته لاړ شي که د چا ووټ په فهرست کې نه وي ، اندراج دې وکړي او که څوک په فهرست کې خپل نوم او ځاې بدلول یا سمول غواړي نو سمولی شي .

د خېبرپښتونخوا صوبې په ۲۵ ضلعو، اووه قبايلي ایجنسو او شپږو نیمو قبايلي علاقو ( اېف ار) کې به دغه مرکزونه جوړ وي . د چارواکو په وینا مرکزونه فعال دي او خلک کولی شي چې په فهرست کې د خپل ووټ پخلی وکړي .

الیکشن کمېشن په خپله ویب پاڼه د دغو مرکزونو درکونه هم ورکړي دي چې په کومه علاقه کې په کوم ځاې کې دغه مرکز جوړ دی .

د دې ترڅنګ خلک د خپل ووټ د اندراج د خپل موبایل فون د لارې هم کولی شي ، د موبايل فون نه دې په پ ۸۳۰۰ باندې د خپل شناختي کارډ نمبر وليږي ځوابي پېغام کې به ورته د ووټ په اړه معلومات مېلاؤ شي .

په انتخابي فهرست کې د نوم، ځاې او ټیلیفون نمبر د بدلولو دپاره فارمونه په مرکزونو پراته دي او خلک کولی شي چې د الیکشن کمېشن د ویب پاڼې نه هم دغه فارم ډاؤنلوډ/ پورته کړي او خپل سم اندراج پکې وکړي .

د انتخابي کمېشن ترمخه د مرکزونو جوړولو موخه په فهرستونو کې د نوي اندراج سره د هغو کسانو نومول لرې کول هم دي څوک چې مړه شوي او یا کوم غلط اندراج شوي وي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG