لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي مشران وايي داعش پاک افغان سرحدي سيمو کې سرراپورته کوي


 دنهې په ورځ افغان ځواکونو دامريکايي جنګي الوتکو په ملاتړ غرييزو سيمو کې دداعش دځالو په ضد بريدونو کې چټکتيا راوستې ده،دافغانستان ددفاع دوزارت اوسيمه ييز والي دوياند ترمخه اچين او کوټ ولسواليو کې کې دداعش ددوؤ درځنو څخه زيات جنګيالي وژل شوي دي.
دنهې په ورځ افغان ځواکونو دامريکايي جنګي الوتکو په ملاتړ غرييزو سيمو کې دداعش دځالو په ضد بريدونو کې چټکتيا راوستې ده،دافغانستان ددفاع دوزارت اوسيمه ييز والي دوياند ترمخه اچين او کوټ ولسواليو کې کې دداعش ددوؤ درځنو څخه زيات جنګيالي وژل شوي دي.

پاکستان او افغانستان کې سيمه ييز مشران وايي دپاکستان او افغانستان سرحدي سيمه کې دتندروه ډلې داعش جنګيالي يوځل بيا راپورته کيږي او دډلې په صورت کې راټوليږي.

دنهې په ورځ افغان ځواکونو دامريکايي جنګي الوتکو په ملاتړ غرييزو سيمو کې دداعش دځالو په ضد بريدونو کې چټکتيا راوستې ده،دافغانستان ددفاع دوزارت اوسيمه ييز والي دوياند ترمخه اچين او کوټ ولسواليو کې کې دداعش ددوؤ درځنو څخه زيات جنګيالي وژل شوي دي.

قبايلي مشرانو دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي دي چې دپاکستان دپولې سره نزدې افغان او امريکايي ايتلافي ځواکونو اوس اوس دختيځ ولايت ننګرهار زياترو ولسواليو څخه دداعش جنګيالي له مينځه وړيدي خو داعش په چين او کوټ ولسواليو کې په ګڼو لرې پرتو کليو بيا قبضه کړې ده.

اچين کې يو قبايلي مشر ملک کبين امريکا غږ ته ويلي دي حکومت دولسوالۍ دمرکز څخه لرې پرتو سيمو کې چيک پوسټونه نه دي جوړ کړي او په دغو سيمو کې خلک دداعش تر واک لاندې ژوند تيروي

دکوټ ولسوالۍ قبايلي مشر ملک کاتب ويلي دي چې کومې سيمې چې په يو وخت کې دداعش دجنګيالو څخه پاکې کړى شوې وې هغه يوځل بيا دلرې پرتې سيمې څخه دافغان ځواکونو دوتلو وروستو دداعش تر واک لاندې راغلي دي، هغه ويلي دي چې سيمه کې خواوشا ٢٥٠ دداعش جنګيالي موجود دي، دقبايلي مشرانو ترمخه دداعش جنګيالي په سيمه ييزو خلکو زورزياتى کوي او دهغوي تګ راتګ محدودوي.

ولايتي چارواکي وايي هغوي هاغو سيمو کې دسيمه ييزو افغان پوليسو شميره سيوا کوي کومو چې دداعش جنګيالي بيا سرراپورته کوي، افغان سيمه ييز پوليس چې خواوشا ديرش زره غړي لري دهيواد دلرې پرتو سيمو تحفظ کوي.

پاکستان کې هلې ځلې

سرحدي سيمه کې دداعش جنګيالي په داسې حال کې دډلې په صورت کې يوځل بيا راپورته کيږي چې دافغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې په تيرو وختونو کې دحکومتي انکار باوجود عسکري چارواکي وايي چې دغلته داعش پښې مضبوطوي.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه خبريالانو ته ويلي دي دداعش دداخليدو هڅه کړې او هغوي ناکامه شوي او هغوي تراوسه نيول شويدي

هغه ويلي دي امنيتي ځواکونو اوسنو اوونو کې دشامي وګړو په ګډون ٣٠٠ داعش پلوه تندلاري نيولي دي، دباجوه ترمخه داعش په حکومتي، سفارتي او ولسي تنصيباتو چې پکې دميډيا دفترونه هم شامل دي، دبريدونو منصوبه جوړوله.

پاکستان کې دداعش دخطرې په اړه دغه خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې دسږکال په پيل کې حکومتي چارواکو په ډاګه کړې وه چې داعش هيواد کې دخپلې لمنې دغزولو هڅه کوي، دپاکستان داستخباراتي ادارې (انټلي جنس بيورو) ډايريکټر جنرل افتاب سلطان دسږکال په پيل کې قانون سازانو ته خبردارى ورکړى و چې داعش په هيواد کې يو راپورته کيدونکى ګواښ دى او دسيمه ييزو ناچله مذهبي ډلو په سلګونو جنګيالي شام ته دداعش ليکو کې شامليدو لپاره تللي دي.

دميډيا راپورونو ترمخه په افغانستان کې دزياترو داعش دجنګيالو تعلق دپاکستان دقبايلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره دى، ددغه ځايې جنګيالي ددواړو هيوادونو ترمينځ دډيورنډ دکرښې دواړو اړخو ته موجودګي لري.

دايران پاسداران انقلاب روانه اوونۍ کې ددوو پاکستاني داعش پلوه جنګيالو دنيولو اعلان کړى چې دايراني ځواکونو ترمخه هغوي دترهه ګريزو هلو ځلو منصوبه بندي کوله.

دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان دننګرهار ولايت په ځينو برخو کې دداعش جنګيالي دتيرکال راهسې فعاله دي او هغوي دحکومتي ځواکونو او مقامي کليو په ضد ګڼ بريدونه ترسره کړي دي، افغان او امريکايي ځواکونو ننګرهار او نزدې سيمو کې دداعش په ضددپاکولو عمليات ترسره کړي دي.

دننګرهاروالي سليم خان کندوزي دداعش دجنګيالو په ضد سيمه ييزو خلکو سره داودريدو ژمنه کړې ده.

افغان ميډيا ته والي ويلي دي چې سيمه ييزو خلکو سره ژمنه کړې چې هغوي به يواځې نه پريږدي او سيمې به دپوليسو او سيمه ييزو ځواکونو په مرستې سره دهغوي څخه پاکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG