لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې په امدادي کاروان بريد سره داوربند تړون خطره کې


 دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي يو بيان کې ويلي دي امريکا په دغه بريد سخته پاريدلې ده.
دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي يو بيان کې ويلي دي امريکا په دغه بريد سخته پاريدلې ده.

دشام راګير ښار حلب لپاره په امدادي سامان وړونکي کاروان ديو هوايي بريد څخه وروستو دغه هيواد کې دامن هڅو ته سخته ضربه رسيدلې او دشام پوځ دغلته دموقتي اوربند دختميدو اعلان کړى دى.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي يو بيان کې ويلي دي امريکا په دغه بريد سخته پاريدلې ده.

دبيان ترمخه ددغه کاروان دمنزل په اړه دشام حکومت او روس دواړو ته معلومه وه خو ددې باوجود امدادي کارکوونکي دشام ولس پورې دامداد رسولو په هڅه کې ووژل شول.

دڅيړونکو وينا ده دغه بريد سره دامريکا او روس لخوا ترسره کړى شوي اوربندته سخته ضربه رسيدلې ده.

يو امريکايي چارواکي خبريالانو ته ويلي دي هغوي ته معلومه نه ده چې داوربند تړون بچ کيدى شي که نه.

دبشري چارو په اړه دملګرو ملتونو مرستيال سکتر جنرل اسټيفن اوبراين شام کې دشخړې دټولو خواوو څخه غوښتنه کړې ده چې دبشري خواخوږۍ په اساس دې امداد ورکوونکو، اولسي وګړو او د ولسي ځايونو تحفظ لپاره دې هاغه ټول ګامونه واخلي چې بين المللي بشري قوانين يې غوښتنه کوي.

له دې وړاندې دګل په ورځ دشام پوځ داوربند دختمولو اعلان کړى او دعوه يې کړې چې امريکاپلوه ياغيان پرله پسې داوربند خلاف ورزۍ کوي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري ويلي دي شام کې دتشدد څخه دډکو کارروايو دخاتمې تازه هڅو لپاره دشوي اوربند تړون يواځې واشنګټن او روس ختمولى شي نه چې دمشق.

نيويارک کې دسعودي چارواکو سره دليدنې څخه دمخه خبريالانو سره خبرو کې هغه ويلي دي هغوي ته اوس ددې کتلو ضرورت دى چې روس څه وايي خو دا مهال ضرورت ددې خبرې دى چې روس بشارالاسد قابو کې وساتي څوک چې پرته له کوم امتياز څخه په امدادي کاروانونو بمباري کوي.

دشام په وضعيت دنظر ساتونکو وينا ده چې په امدادي کاروان بريد په ظاهره دشام يا روس جنګي الوتکو کړې ده.

دامريکايي سينيټ داستخباراتي کميټۍ يو غړي وينا ده چې دغه اوربند ناکاميدونکى ؤ ځکه چې دا زيات يو اړخيزه يعنې دروس او دهغوي دشامي ايتلافيانو په ګټه و.

په لسم ستمبر جان کيري او دهغه روسي سيال سرګۍ لاروف ددغه اوربند اعلان کړى و چې مقصد يې دامدادي کاروانونو لپاره محفوظه لار ورکول وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG