لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیویارک او نیوجرسي د چاؤدنو مشکوک تن نیول شوی


پولیس ویلي د رحیمي تعلق د افغانستان سره دی او هغه د نیوجرسي په الزبتهـ کې اوسېدو .
پولیس ویلي د رحیمي تعلق د افغانستان سره دی او هغه د نیوجرسي په الزبتهـ کې اوسېدو .

د امریکې په نیویارک او نیوجرسي ښارونو کې د خالي په ورځ ترسره شوؤ چاؤدنو مشکوک بریدګر نیول شوی دی .

د قانون نافذؤنکو ادارو چارواکو ویلي ۲۸ کلن احمد رحيمي د ګل په سحر د نیوجرسي په لیندن علاقه کې پولیسو سره د ډزو د مقابلې وروستو نیول شوی دی .

د سي اېن اېن په ویډیو کې لیدل کيږي چې دغه تن رحیمي دی هغه په سټريچر اچول شوی ښي اړخ ته اوږه يې وینې ده او په ايمبولنس کې اچول کيږي . چارواکو وروستو ویلي د هغه د پښې اپریشن روان دی .

ځايي چارواکو ویلي دوه پوليس افسران او رحيمي معمولي ژوبل شوي دي .

پولیس د خالي په شپه د نیویارک د مېنهېټن په چیلسي علاقه کې د شوي چاؤدنې چې ۲۹ کسان پکې ژوبل شوي او د هغې سره په تېرو درېو ورځو کې په څلورو چاؤدنو کې د ککړو کسانو لټون کوي .

د نیویارک ښاروال بيل ډي بلاسیو ویلي دوې ګڼي چې رحیمي یواځې تن دی چې د نیویارک او نیوجرسي په چاؤدنو کې ککړ دی .

د رحیمي د نیولو وروستو نوموړي خبریالانو ته وویل ( دا وخت بل کوم تن نشته چې مونږ يې په لټه کې یُو) .

ځايي او مرکزي پولیسو د ګل په سحر د رحیمي د لټون اعلان کړی ؤ .

پولیس ویلي د رحیمي تعلق د افغانستان سره دی او هغه د نیوجرسي په الزبتهـ کې اوسېدو .

د امریکې پلټونکې ادارې اېف بي ايي ویلي د رحیمي نه د نیویارک او نیوجرسي د چاؤدنو په اړه پوښتنې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG