لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د هر ډول ګواښ ځواب کولو ته چمتو دی، راحیل شریف


د پوځ سرلښکر ویلي د پاکستان وسله وال پوځ د هر ډول ګواښ ځواب کولو ته پوره تیار دی .
د پوځ سرلښکر ویلي د پاکستان وسله وال پوځ د هر ډول ګواښ ځواب کولو ته پوره تیار دی .

د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال راحیل شریف ویلي پوځ د هر ډول (بلواسطه او بلاواسطه) ګواښ ځواب کولو ته پوره چمتو دی .

د پوځ د مطبوعاتې څانګې ايي اېس پي ار لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف دغه خبره د کورکمانډرانو د غونډې د مشرۍ په مهال کړې ده .

د پاکستان د پوځ سرلښکر دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې یوه ورځ وړاندې د هند د انتظام لاندې کشمير په اُړي علاقه کې د هندي پوځ په یو مرکز د ترهګر برید وروستو د پاکستان او هند اړیکې ترینګلې شوی دي .

د هند لخوا د دغه برید تور په پاکستان لګول شوی او پاکستان د تور رد کړی دی .

راپورونه وايي د هندي پوځ په مرکز د وسله وال برید نه وروستو د ګل په ورځ د وزیراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه شوې چې پکې د هند لخوا د ممکنه غبرګون په لارو چارو غور شوی دی .

د پاکستان د پوځي مطبوعاتي څانګې د بیان ترمخه جنرال هيډکوارټر (جي اېچ کیو) کې د کور کمانډرانو په غونډه کې د منځني او بهرني امنیت په حالاتو د غور ترڅنګ د پوځ د اپریشنل تیارو جاج هم اخستل شوی دی .

د پوځي بیان ترمخه جنرال راحیل شریف د هندي بیانونو په حواله ویلي ، (چې په سیمه کې څه روان دي مونږ ترې خبر یُو، او د روانو حالاتو له کبله د پاکستان امنیت باندې کېدونکې اغېزې مو د څار لاندې دي) .

د پوځ سرلښکر ویلي د پاکستان وسله وال پوځ د هر ډول ګواښ ځواب کولو ته پوره تیار دی .

د نوموړي په وینا د پاکستان وسله وال پوځ د اولس سره په ګډه د هر ګواښ په نره مقابله کړې او د ملک ته راپېښ هر ګواښ يې ناکامه کړی دی .

د ايي اېس پي ار ترمخه د کورکمانډرانو په غونډه کې د ضرب عضب عملیاتو جاج هم اخستل شوی دی .

د اتوار په ورځ د هند د ولقې لاندې کشمير په اُړي علاقه کې د هندي پوځ په مرکز وسله وال برید کې ۱۷ پوځي عسکر وژل شوي وو .

د دغه برید وروستو د پاکستان او هند لخوا د یو بل په ضد د سختو بیانونو ورکولو لړۍ دوام لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG