لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې طالبانو ٣ عسکرو د وژلو دعوه کړې

دپوليسو وينا ده چې ساده کپړو کې درې عسکر يو ګاډي کې روان وو چې دپېښور دخزانې سيمې په لنډي سړک پرې دبې نظير زنانه ؤ پوهنتون سره نزدې پورې په موټر سايکلو سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې دريواړه ووژل شول.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دوسله والو لخوا شوو ډزو کې درې عسکر وژل شوي دي. د طالبانو یوې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

دپېښې ذمه واري دطالبانو څخه بيلې شوې تندروه ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې ده.

دپوليسو وينا ده چې ساده کپړو کې درې عسکر يو ګاډي کې روان وو چې دپېښور دخزانې سيمې په لنډي سړک پرې دبې نظير زنانه ؤ پوهنتون سره نزدې پورې په موټر سايکلو سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې دريواړه ووژل شول.

دپوليسو وينا ده چې دغه بريد کې دنهه ايم ايم او ديرش بور تمانچه کارول شوې دپېښې دځايې څخه ٢٠ خالي کارتوس ترلاسه شوي دي.

دپېښې دخبر ترلاسه کيدو سره سم سره سيمې ته دپوځ او پوليس عسکر رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده، امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات هم پيل کړي دي.

دتيرې څه مودې راهسې پېښور او خواوشا سيمو کې په امنيتي ځواکونو، وکيلانو او نورو حکومتي ودانو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې په عسکرو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده. د ډلې ترجمان احسان الله احسان مطبوعاتو ته ویلي حمله يي وسله والو خلاف د پاکستاني ځواکونو د کاروايي په بدل کې کړې ده.

تيره اوونۍ دپېښور په ورسک روډ يوه بمي چاؤدنه کې هم اته پوليس عسکر ژوبل شوي وؤ اؤ هم روانه مياشت کې دورسک روډ دعيسويانو سيمه کې دپوځ لخوا دڅلورو ترهه ګرو دوژلو اؤ دهغوي لخوا دبريد دناکامولودعوه شوې وه. هم په دغه ورځ دپېښور سره نزدې مردان سيمه کې هم په ضلعي کچهرۍ ځانمرګي بريد شوى و چې پکې ١٤ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

تيره ورځ دقبايلي سيمې مهمندايجنسۍ امبار تحصيل کې هم په دجمعې دنمونځ په مهال جومات کې ځانمرګي بريد ترسره شوى چې پکې ٣٦ کسان وژل شوي او خواوشا ديرش نور ژوبل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG