لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند افغانستان سره د یو ارب ډالرو مرسته کوي


د مرستې دغه پیسې به د افغانستان په ښیګړه بیلابیلو مدونو کې لګولی شي
د مرستې دغه پیسې به د افغانستان په ښیګړه بیلابیلو مدونو کې لګولی شي

د شورو په ورځ د افغان صدر اشرف غني هند ته د سفر اؤ د هندي وزیراعظم نریندر مودي سره د لیدنې په مهال هند افغانستان سره د یو ارب ډالرو دمرستې کولو ژمنه کړې ده چې دغه پیسې د افغانستان د پیاوړتیا دپاره بیلابیلو مدونو کې پکار راوستلی شي.

نوي ډهلي کې دافغان صدر اشرف غني اؤ هندي وزیراعظم نریندر مودي ترمینځ د ترسره شوې لیدنې څخه وروستو د جاري کړی شوې اعلامیې له مخې په دغه لیدنه کې دواړو مشرانو د سیمې په حالاتو د خبرو اترو اؤ غور څخه وروستو سیاسي مقصدونو دپاره د ترهګرۍ په کارؤلو خپلې ژورې اندیښنې ښکاره کړې .

اعلامیه کې راغلي چې دواړه مشران په دې خبره یوه خوله شول چې د سیاسي مقصدونو دپاره د ترهګرۍ کارؤل د سیمې امن ، ثبات اؤ ترقۍ دپاره یوازینی لویې ګواښ دی.

دواړه مشران دغه لیدنه کې په دې خبره هم صلاح شوي دي چې د هند اؤ افغانستان د بهرنو چارو د وزیرانو په مشرۍ د جوړ شوي ستراتیژیکي ملګرتیا د کونسل غونډه به ډیره زر راوبلل شي چې پکې به مختلفو څانګو کې د مرستې په بابله د کاري ډلو د وړاندیزونو اؤ پریکړو جاج اخستی کیږي.

د هند دباندنیو چارو د وزارت له مخې دواړو مشرانو د ترهګرۍ د ټولو شکلونو پرته له امتیازه په جرړو ویستلو ټینګار وکړو اؤ غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان اؤ هند د نخښه کوونکو په ګډون دې د ټولو ترهګرو مرسته ، ملاتړ اؤ خوندي ځالې له مینځه یوړل شي

په دغه لیدنه کې د هند صدراعظم منلې ده چې نوی ډیلی به کابل سره په راتلونکو څو کلونو کې د یو ارب ډالرو مرسته کوي چې دغه پیسې به افغانستان کې په تعلیم . صحت ، هنري پراختیا، انرژۍ اؤ ښځو د توان سیوا کولو په چارو مصرفولی شي .

په کال 2014ء کې چې کله اشرف غني د افغانستان د صدر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې نو هغه وخت څیړونکو ګڼله چې صدر غني پاکستان دپاره زړه کې مینه لري اؤ غواړي معاملې ورسره هوارې کړي

خو وروستو ولیدل شوه چې اشرف غني په پاکستان افغانستان کې د غیرمستقیمې جګړې د تپلو تور ولګولو اؤ هند سره یې اړیکو کې ګرمجوشي پیدا شوه .

په تیر یو کال کې د هند وزیراعظم د افغانستان دوه سفرونه کړي اؤ هند نه یوازې پخپلو پیسو د افغانستان د پارلیمان نوې وداني جوړه کړې ده بلکې د سلمی په نوم د یو بند پرانسته یې هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG