لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي : موټري چاودنه کې ٢٧ کسان ژوبل


 دغه چاودنه دواکمن ګوند اى کى پي ګوند او ګورنر ددفتر ترڅنګ سيمه کې رامينځته شوې ده.
دغه چاودنه دواکمن ګوند اى کى پي ګوند او ګورنر ددفتر ترڅنګ سيمه کې رامينځته شوې ده.

ترک ميډيا دګل په ورځ ويلي ديجنوب ختيځ ښار وين کېترسره شوې يوه موټري چاودنه کې ١١ کسان ژوبل شويدي.

دغه چاودنه دواکمن ګوند اى کى پي ګوند او ګورنر ددفتر ترڅنګ سيمه کې رامينځته شوې ده.

دچاودنې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې.

دغه چاودنه يوه ورځ وروستو له هغې رامينځته شوې چې حکومت په جنوب ختيځه کرداکثريتي سيمه کې ٢٨ مئيران غيرقانوني ګرځول شوې کردستان ورکرز پارټۍ سره دمشکوکو اړيکو په تور لرې کړل.

صدر طيب اردګان دګل په ورځ ويلي دي دغه چارواکي دخپلو عهدو څخه ډير وړاندې لرې کول پکار وؤ.

ژوبل کسان دايمبولينسونو له لارې نزدې هسپتالونو ته وړل شوي او سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي دي.

نزدې مياشتو کې ترکي کې دکردستان ورکرز پارټۍ سره دتړلو جنګيالو او تندروه ډلې داعش لخوا ګڼ بريدونه ترسره چې پکې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG