لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا څه وخت هم بله ايټمي تجربه کولی شي، جنوبي کوریا


شمالي کوریا د جمعې په ورځ تازه تجربه کړې وه او دغه پینځمه تجربه د دغه هېواد لخوا تراوسه پورې تر ټولو زوروره تجربه وه .
شمالي کوریا د جمعې په ورځ تازه تجربه کړې وه او دغه پینځمه تجربه د دغه هېواد لخوا تراوسه پورې تر ټولو زوروره تجربه وه .

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت نن د ګل،دوشنبې په ورځ ویلي شمالي کوریا څه وخت هم بله ایټمي تجربه کولی شی .

د دفاع وزارت په دغې اړه نور حال نه دی ورکړی خو زیاته کړې يې ده چې دغه تجربه له دې وړاندې د شوې تجربې د ځاې سره کېدی شي چرته چې د وړاندې تجربې نه یو سورنګ خالي پاتې شوی ؤ او دا به شپږمه تجربه شي .

شمالي کوریا د جمعې په ورځ تازه تجربه کړې وه او دغه پینځمه تجربه د دغه هېواد لخوا تراوسه پورې تر ټولو زوروره تجربه وه .

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا، سلامتي کونسل د دغه تجربې غندنه کړې او ویلي يې دي چې دا په تیره لیسزه کې شمالي کوریا باندې د ایټمي تجربو په غبرګون کې د لګېدلو بندېزونو ښکاره سرغړونه ده .

سلامتي کونسل په بیان کې د تازه تجربې په غبرګون کې د مناسب ګامونو پورته کولو ژمنه کړې ده .

د شمالي کوریا لپاره د امریکا خاص استاځی سنگ کیم به نن د دوشنبې په ورځ جنوبي کوریا ته لاړ شي .

هغه د دې نه نه وړاندې په ټوکیو کې د جاپاني چارواکو سره د شمالي کوریا د ایټمي تجربې نه وروستو د ګاونډي هیوادونو تر منځه دهمکارۍ په ضرورت زور راوړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG