لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: دافغان ځواکونو هوايي بريدونو کې دداعش ١٣ جنګيالي وژل شوي

 افغان خبري ادارې پژواک سره خبرو کې دولايتي پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال ويلي دي دجمعې په شپه افغان ځواکونو دهسکه مينې په نري اوبه سيمه کې دداعش دتندلارو ځالې په نخښه کړيدي،هغه پخلى کړى چې دغو بريدونو کې دداعش څلور جنګيالي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

دخالي په ورځ افغان چارواکو ويلي دختيځ ولايت ننګرهار په اچين او هسکه مينه ولسواليو کې دافغان ځواکونو هوايي بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ١٣ جنګيالي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

افغان خبري ادارې پژواک سره خبرو کې دولايتي پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال ويلي دي دجمعې په شپه افغان ځواکونو دهسکه مينې په نري اوبه سيمه کې دداعش دتندلارو ځالې په نخښه کړيدي،هغه پخلى کړى چې دغو بريدونو کې دداعش څلور جنګيالي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

همدغه راز مشرقيوال دا هم ويلي دي چې داچين ولسوالۍ په مامند سيمه کې هم دافغان ځواکونو هوايي بريدونو کې دداعش نهه جنګيالي وژل شوي.

هغه دعوه کړې چې دغو عملياتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته څه رقم زيان نه دى اوښتى.

دتندروه ډلې داعش لخوا ددغه حکومتي ادعاوؤ په اړ ه تر دې مهاله کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

د٢٠١٤م اخره کې افغانستان څخه دزياترو بين المللي ځواکونو دوتلو څخه وروستو دغه هيواد کې ديو تړون لاندې خواوشا دولس زره بين المللي عسکر چې پکې اکثريت دامريکايانو دى، افغانستان کې افغان ځواکونو ته دتربيې او ترهه ګرۍ په ضد جګړه کې مرستې ورکولو لپاره موجود دي.

افغان ځواکونه دطالبانو ترڅنګ دهيواد ختيځه برخه کې دتندروه ډلې داعش له لوري هم مزاحمت سره مخ دي خو دبين المللي ځواکونو په مرستې سره هغوي دتندلارو په ضد مهمو هدفونو ترلاسه کولو کې بريالي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG