لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي کوريا جوهري تجربه ستر ګواښ دى،اوباما

 دسپينې مانۍ ديو بيان ترمخه ولسمشر براک اوباما ويلي دي دشمالي کوريا په پارونکو او دبې ثباتۍ پيدا کوونکو ګامونو سره ددغه هيواد ځانله شوى او غريب ولس نور هم شاته ديکه کړل شوى او دجوهري وسلو او بيلسټک ميزائيلونو دتوانونو ترلاسه کولو پرله پسې هڅې يې دوامداره ساتلي دي.

ولسمشر براک اوباما دشمالي کوريا لخوا دجمعې په ورځ دشوې جوهري تجربې غندنه کړې او ويلي يې دي چې دا سيمه ييز امنيت ، بين المللي امنيت او ثبات ته پېښه يوه سخته خطره ده.

دسپينې مانۍ ديو بيان ترمخه ولسمشر براک اوباما ويلي دي دشمالي کوريا په پارونکو او دبې ثباتۍ پيدا کوونکو ګامونو سره ددغه هيواد ځانله شوى او غريب ولس نور هم شاته ديکه کړل شوى او دجوهري وسلو او بيلسټک ميزائيلونو دتوانونو ترلاسه کولو پرله پسې هڅې يې دوامداره ساتلي دي.

اوباما ويلي هغه په ټيليفون دجنوبي کوريا صدر پارک ګين هوى او دجاپان وزيراعظم شنزو آبى سره خبرې کړي دکوم په اړه چې هغه ويلي هغوي ددې خبرې سره اتفاق کړى چې دشمالي کوريا په ضد دې نوي بنديزونه ولګولى شي ترڅو شمالي کوريا ته باور ورکړى شي چې ددغسې غيرقانوني او خطرناکو ګامونو بدې اغيزې کيږي.

ولسمشر اوباما سيمه کې دخپلو ايتلافيانو ددفاع کولو امريکايي ژمنه تکرار کړې ده.

شمالي کوريا تيره ورځ دجوهري تجربې داعلان کولو په مهال ويلي وؤ دغه ګام دامريکا او هاغو دښمنانو لخوا ددړکو او بنديزونو ځواب دى چې دهغوي هيواد ته دجوهري رياست ددرجې ورکولو څخه انکار کوي.

څو ګينټې وروستو سپينې ماڼۍ يو بيان کې دشمالي کوريا په جوهري پروګرام امريکايي دريځ تکرار کړى او ويلي يې وؤ امريکا به کله هم شمالي کوريا جوهري رياست ونه مني.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG