لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ : نښته کې دوه وسله وال وژل شوي،پوليس افسر ژوبل


 دپوليس سرچينو ترمخه ترهه ګرو دصوابۍ په باچايي کلي کې دپوليسو په ګاډي هاغه وخت ناتاره ډزې وکړې چې هغوي سيمه کې په ګزمه بوخت وؤ، دوسله والو په ډزو دپوليسو يو اى ايس ايي فضل سبحان سخت ژوبل شو.
دپوليس سرچينو ترمخه ترهه ګرو دصوابۍ په باچايي کلي کې دپوليسو په ګاډي هاغه وخت ناتاره ډزې وکړې چې هغوي سيمه کې په ګزمه بوخت وؤ، دوسله والو په ډزو دپوليسو يو اى ايس ايي فضل سبحان سخت ژوبل شو.

دخېبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې دپوليسو او وسله والو ترمينځ نښته شوې چې پکې دپوليسو يو افسر ژوبل شوې او دوه وسله وال وژل شويدي.

دپوليس سرچينو ترمخه ترهه ګرو دصوابۍ په باچايي کلي کې دپوليسو په ګاډي هاغه وخت ناتاره ډزې وکړې چې هغوي سيمه کې په ګزمه بوخت وؤ، دوسله والو په ډزو دپوليسو يو اى ايس ايي فضل سبحان سخت ژوبل شو.

دډي ايس پي بشيرداد وينا ده چې دبريدکوونکو شميره درې وه چې پکې دوه وژل شوي او دريم تيښته کې بريالى شوى دى او دهغه دلټون لپاره هم دلټون عمليات روان دي.

دپوليسو ژوبل شوى افسر دعلاج لپاره لمړى ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته رسول شوى خو دغلته دډاکټرانو دغيرموجودګۍ له امله هغه وروستو دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته رسول شوى دى.

دتيرو څو اوونو راهسې دخېبرپښتونخوا په سوات، دير بونير او نورو سيمو کې امنيتي ځواکونو سره دترهه ګرو نښتو کې اضافه راغلې ده.

له دې وړاندې تيره مياشت هم دصوابۍ په ګدون سيمه کې دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې يو پوليس عسکر او يو جنګيالى وژل شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG