لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اتومي پروګرام له ترهه ګرو محفوظ دى،اعزازچوهدري


اعزاز احمدچوهدي وويل چې دپاکستان جوهري اثاثې دچا په ضد نه بلکې ددفاعي مقصدونو لپاره دي.
اعزاز احمدچوهدي وويل چې دپاکستان جوهري اثاثې دچا په ضد نه بلکې ددفاعي مقصدونو لپاره دي.

دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دزيارت په ورځ داتوم دتحفظ په اړه يو سيمينار ته دوينا په مهال ويلي دي چې دپاکستان جوهري پروګرام دترهه ګرو څخه خوندي دي.

اعزاز احمدچوهدي وويل چې دپاکستان جوهري اثاثې دچا په ضد نه بلکې ددفاعي مقصدونو لپاره دي.

هغه وويل چې دپاکستان جوهري پروګرام دتحفظ دنړيوال معيار سره په مطابقت کې دي او ورته کله هم څه رقم ګواښ نه دى پيښ شوى،هغه وويل ترهه ګرو اټومي پروګرام ته دزيان رسولو هڅه نۀ ده کړې.

اعزازچوهدري دا هم وويل چې دپاکستان جوهري پروګرام دترهه ګرۍ دڅپو په مهال هم خوندي پاتې شويدى.

دهغه وينا وه چې پاکستان يو ذمه وار جوهري رياست دى او جوهري اثاثې يې خوندي دي او دخپلواکه جوهري نظم وضبط دادارې لخوا يې څارنه کيږي.

هغه دا هم وويل چې پاکستان نيوکلئير سپلائيرز ګروپ(اين ايس جي) کې دشموليت اهليت لري او ددې مقصد لپاره يې بيلا بيل هيوادونه په باور کې اخستي.

پاکستان کې دترهه ګرو لخوا دځانمرګي بريدونو او بمي چاودنو پيښو کې په تيرو وختونو کې داضافې راتللو څخه وروستو څيړونکو ددغه هيواد دجوهري وسلو دترهه ګرو لاسونو ته دپريوتو په اړه انديښنې څرګندې کړي خو پاکستان تل دغه انديښنې رد کړي او وايي اټومي وسلې يې په خوندي لاسونو کې دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG