لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امن دپاکستان په ګټه دى،جنرال راحيل


جنرال راحيل وويل دافغان حکومت سره په ګډه دسرحدي څارنې نظام موثره کول غواړو.
جنرال راحيل وويل دافغان حکومت سره په ګډه دسرحدي څارنې نظام موثره کول غواړو.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ويلي دي افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان په ګټه دى خو ځينې عناصر دې کې خنډان راپورته کوي او هغوي هيڅکله افغانستان سره مخلص نه دى.

دافغان ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان چارواکي پاکستان څخه غوښتنه کوي چې پخپله خاوره دموجودو هاغو جنګيالو په ضد دې ګامونه واخلي کوم چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان او امريکايي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي، خو پاکستان دريځ لري چې شمالي وزيرستان کې روانو ضرب عضب علمياتو کې پرته له کوم امتياز څخه دترهه ګرو په ضد ګامونه اخلي.

دپاکستاني پوځ مرکز جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دپاکستان ددفاع دورځې دستورې ته دوينا په مهال هغه وويل پاکستان دتيرو څو کلونو راهسې دغيرروايتي جنګ ښکار دى.

جنرال راحيل وويل دافغان حکومت سره په ګډه دسرحدي څارنې نظام موثره کول غواړو.

دپوځ مشر وويل دخپلو ټولو ګاونډيانو سره پرامنه اړيکې غواړي

دترهه ګرۍ دله مينځه وړلو لپاره به قوانينو اؤ نظام کې موجودې کمزورۍ له مينځه وړل وي.

جنرال راحيل منلې ده چې پاکستان ته پېښې داخلي اؤ بهرنۍ خطرې لا په مکمل ډول ختمې شوي نه دي.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات وروستو له هغې پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت او طالبانو ترمينځ دامن مذاکرات ناکامه شول او طالبانو دکراچۍ په هوايي اډه دهاغه بريد ذمه واري قبوله کړې چې پکې خواوشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې ضرب عضب عملياتو کې ٣٥٠٠ ترهه ګر وژلي او ددغو عملياتو څخه وروستو هيواد کې دامن وامان وضعيت ښه شوى.

خو دسږکال دپيل څخه دپاکستان په بيلا بيلو برخو او په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ځانمرګي بريدونو او بمي چاؤدنو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې ورسره هيواد څخه دترهه ګرۍ دختميدو په اړه په حکومتي او پوځي دعوو پوښتنې راولاړې شوي.

جنرال راحيل دقبايلي سيمو خلکو لخوا دورکړى شوو قربانو ستاينه وکړه او ددې ترڅنګ يې دا هم وويل چې پاکستان به افغانستان کې امن لپاره په خلوص سره ګامونه اخلي.

جنرال راحيل وويل چې دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره پکار ده چې قوانين مضبوط کړى شي.

هغه وويل چې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان دترهه ګرو خوندي ځاله جوړه شوې وه خو پوځ ضرب عضب عملياتو کې خپل هدفونه په برياليتوب سره ترلاسه کړي دي.

دهغه وينا وه دضرب عضب عملياتو لاندې د١٩ؤ زرو څخه زياتې کارروايۍ په برياليتوب سره ترسره کړى شوي او دعوه يې وکړه چې دغه عمليات پرته له کوم امتياز څخه وؤ.

هغه دا هم وويل چې پوځ به دملي امنيت لپاره هر حد پورې ځي.

دهغه وينا وه چې دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره دعمل درامد او دترهه ګرۍ او بډو رشوتونو ترمينځ درابطې دختمولو ضرورت دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG