لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : افغان ځواکونو بريدکوونکي وژلي، نښته ختمه


 صديقي وويل  سحر مهال شوو ډزو کې شپږ کسان ژوبل شوي هم دي  او افغان ځواکونو دودانۍ څخه ٣٠ کسان ژغورلي دي.
 صديقي وويل  سحر مهال شوو ډزو کې شپږ کسان ژوبل شوي هم دي  او افغان ځواکونو دودانۍ څخه ٣٠ کسان ژغورلي دي.

افغان چارواکي وايي پلازمينه کابل کې دافغان امنيتي ځواکونو او دوو حمله کوونکو ترمينځ ديو تن دوژل کيدو وروستو جګړه پاې ته رسيدلې ده.

وسله والو کابل کې يوه ودانۍ کې دلسو ساعتو څخه تر زياته وخته پناه اخستې وه.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت يو وياند ويلي بريد دنهې په سحر وختي پيل شوى و او افغان امنيتي ځواکونو بريد کې ککړ ټول کسان وژلي دي.

صديق صديقي ويلي دي دغه بريد کې شپږ کسان ژوبل شوي او دلسو بهرنيانو په ګډون ٤٢ کسان دافغان امنيتي ځواکونو لخوا ژغورل شويدي.

دغه نښته په داسې حال کې روانه ده چې کابل کې يوه بله چاودنه هم شوې ده چې ورسره دمړو شمير ٣٠ؤ ته رسيدلې او ٩٠ کسان نور ژوبل دي.

ويل کيږي ددغه چاودنې هدف دبهرنيانو لخوا کارول کيدونکى يو ميلمستون دى، دبريد څخه سمدستي وروستو سيمې ته افغان ځانګړي ځواکونه رسيدلي او ودانۍ ته دننوتو دهڅه کوونکو وسله والو سره يې نښته شوې ده.

تر دې مهاله نه خو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم چا دبريد ذمه واري قبوله کړې ده.

دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يو بيان کې دګل په ورځ کابل کې دشوو چاودنو ذمه واري قبوله کړې وه او دعوه يې کړې وه چې بمي چاودنو کې په لسګونو پوځيان او نور افسران وژل شوي او ژوبل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG