لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : بمي چاودنو کې ٣٨ کسان وژل شوي


 دغه بريدونه طرطوس، حمص، دمشق او دکردانو تر کنټرول لاندې ښار الحسکه کې شويدي.
دغه بريدونه طرطوس، حمص، دمشق او دکردانو تر کنټرول لاندې ښار الحسکه کې شويدي.

شام کې کرد او دحکومت واک لاندې سيمو کې ترسره شوو پينځوو بمي چاودنو کې لږ ترلږه ٣٨ کسان وژل شوي او ٤٥ نور ژوبل شويدي.

دغه بريدونه طرطوس، حمص، دمشق او دکردانو تر کنټرول لاندې ښار الحسکه کې شويدي.

دداعش سره تړلې يوې خبري ادارې ويلي دي چې دالحسه بريد کې داعش ډله ککړ ده، دغه بريد کې کردجنګيالي په نخښه کړل شوي.

٣٠ کسان دطرطوس چاودنه کې وژل شويدي. دسرکاري ميډيا ترمخه لمړى يوه موټري بم چاودنه وشوه او کله چې امدادي کارکوونکي دچاودنې ځايې ته ورسيدل نو نو په دغه مهال يو ځانمرګي ځان والوځولو.

حمص کې په امنيتي پوسته موټري بم چاودنه شوې چې پکې دوه کسان وژل شويدي، الحسه کې شوې چاودنه کې هم پينځه کسان وژل شوي دي.

برطانيه کې قايمې دبشري حقونو څارونکې ډلې دمړو شميره ٤٧ ښودلې ده.

شامي ميډيا ويلي هيواد کې په حکومتي او عسکري هدفونو ګڼ شمير چاودنې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG