لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام او يوکرين په وضعيت پوټن سره داوباما ليدنه


دخبري ادارې رايټرز ترمخه دکريملن وياند دمتري پيسکوف خبريالانو ته ويلي ددواړو مشرانو ترمينځ دغه ليدنه دجي ٢٠ سرمشريزې غونډې په مهال شوې ده.
دخبري ادارې رايټرز ترمخه دکريملن وياند دمتري پيسکوف خبريالانو ته ويلي ددواړو مشرانو ترمينځ دغه ليدنه دجي ٢٠ سرمشريزې غونډې په مهال شوې ده.

دروسي صدر ولايمير پوټن او امريکا داولسمشر براک اوباما ترمينځ دګل په ورځ دچين په هانګزو ښار کې شوې ليدنه کې دشام او يوکرين په وضعيت خبرې اترې شويدي.

دخبري ادارې رايټرز ترمخه دکريملن وياند دمتري پيسکوف خبريالانو ته ويلي ددواړو مشرانو ترمينځ دغه ليدنه دجي ٢٠ سرمشريزې غونډې په مهال شوې ده.

بل اړخ ته دسپينې ماڼۍ وياند نيډ پرايس ويلي دي ددغه ليدنې په اړه به نور تفصيل وروستو جاري کولى شي.

ولسمشر براک اوباما خپل روسي سيال سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې امريکا او روس دشام داوږدمهاله خانه جنګۍ دخاتمې لپاره په يو تړون درايې اتفاق لپاره خبرې اترې کوي.

خو تر دې مهاله ددواړو هيوادونو لوړپوړي سفارت کاران کوم تړون ته رسيدو کې بريالي شوي نه دي.

ددواړو هيوادونو ترمينځ دشوې ليدنې يوه بله ممکنه موضوع ديوکرين وضعيت ؤ،امريکا دروس او يوکرين ترمينځ په زياتيدونکي تاؤتريخوالي انديښنه لري.

شام کې دتشدد مخنيوي لپاره ددواړو هيوادونو دسفارت کارانو ترمينځ ترسره شوي تازه مذاکرات پرته له کوم تړون څخه پاې ته رسيدلي.

دامريکا دبهرنو چارو دوزارت ديو چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط ويلي دي دامريکا دبهرنو چارو دوزير جان کيري او روسي خارجه وزير سرګۍ لاروف ترمينځ شوې ليدنه کې ځينې اختلافي چارې حل شوي نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG