لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام دپولې څخه مو داعش ډله بهر ويستلې،ترکي


 دداعش په ضد دترکي لخوا نيغ په نيغه عمليات دتيرې مياشتې اخره کې هاغه مهال پيل شوي وو کله چې صدر رجب طيب اردوان په پوله دترهه ګرو دخطرې چقولو لپاره جنګي الوتکې، ټينکونه او توپې سيمې ته وليږلې.
دداعش په ضد دترکي لخوا نيغ په نيغه عمليات دتيرې مياشتې اخره کې هاغه مهال پيل شوي وو کله چې صدر رجب طيب اردوان په پوله دترهه ګرو دخطرې چقولو لپاره جنګي الوتکې، ټينکونه او توپې سيمې ته وليږلې.

ترکي ويلي دي دهغوي پلوي ياغيانو دشام دپولې سره نزدې خواوشا سلو کلو ميټرو سيمې څخه دداعش تندلاري بهر ويستلي دی.

دداعش په ضد دترکي لخوا نيغ په نيغه عمليات دتيرې مياشتې اخره کې هاغه مهال پيل شوي وو کله چې صدر رجب طيب اردوان په پوله دترهه ګرو دخطرې چقولو لپاره جنګي الوتکې، ټينکونه او توپې سيمې ته وليږلې.

دترکي سرکاري خبري ادارې اناطوليه ويلي په شمال ختيځه پوله دعزاز څخه جرابلس پورې سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده.

ددغو دعوؤ پخلى لندن کې قايم غيرسرکاري تنظيم سيرين آبزرويټري فار هيومن رايټس هم کړى او يو بيان کې يې ويلي دساجور سيند او ال رايى کليو ترمينځ دموقعيت لرونکو سيمو دواک بايللو څخه وروستو بهرنۍ نړۍ سره دداعش رابطه ختمه شوې ده.

تيره ورځ دچين هوانګډو ښار کې دجي ٢٠ کانفرنس په موقع دترکي صدر رجب طيب اروان سره ليدنه کې دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي وو دشام ترڅنګ دترکي دپولې محفوظول يوه نازکه معامله ده.

ترکي دشام دپولې دننه هم عمليات کړي وو چې پکې کردياغيان هم په نخښه کړى شوي وؤ.

په دې امريکا ترکي ته په ډاګه کړې وه چې خپل پام دې دداعش په ضد جګړې ته وګرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG