لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دازبک ولسمشر اسلام کريموف په مړينه هيواد کې درې ورځنى ماتم


 دجمعې په ورځ دازبکستان حکومت داسلام کريموف دمرګ پخلى کړى و، هغه دمازغو درګ شليدو له امله دشپږو ورځو دعلاج وروستو مړ شوى ؤ.
دجمعې په ورځ دازبکستان حکومت داسلام کريموف دمرګ پخلى کړى و، هغه دمازغو درګ شليدو له امله دشپږو ورځو دعلاج وروستو مړ شوى ؤ.

دازبکستان د٧٨ کلن ولسمشر دمړينې څخه وروستو دغه هيواد کې ددريوؤ ورځو دماتم اعلان شوى دى.

دجمعې په ورځ دازبکستان حکومت داسلام کريموف دمرګ پخلى کړى و، هغه دمازغو درګ شليدو له امله دشپږو ورځو دعلاج وروستو مړ شوى ؤ.

دازبکستان دحکومت او پارلمان لخوا جاري شوي ګډ بيان کې ويل شوي دي د٧٨ کلن کريموف خاورو ته دسپارلو مراسم به په دريم ستمبر دهغه پلرني ښار سمرقند کې ترسره کيږي.

که هر څو صدر کريموف خپل ځايې ناستى نه ؤ ټاکلى او نه هم دغه هيواد کې حزب اختلاف کومه منظمه موجودګي لري خو هيله کولى شي چې دهيواد وزيراعظم شوکت مرزيوييف به ددغه چوکۍ يو کانديد وي.

صدر کريموف ديو سخت رويه واکمن په توګه پيژندل کيدو، دهغه دواکمنۍ په دور کې ازبکستان کې نه يواځې دا چې حزب اختلاف وده نه وه موندلې بلکې ميډيا هم حکومتي کنټرول کې وه.

کريموف دکال ١٩٨٩ء څخه دهيواد ولسمشر پاتې شوى اؤ حزب اختلاف يې تر فشار لاندې ساتلى ؤ.

داګست دمياشتې راهسې هغه مخې ته نه ؤ راغلى او تيره اوونۍ حکومت اعتراف کړى و چې دولسمشر حالت ښه نه دى،دا په داسې حال کې ده چې دزيارت په ورځ دازبکستان دازادۍ ورځ نمانځل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG