لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوه اوونۍ وروستو دچمن سرحدي ګيټ پرانستل شوى


 بلوچستان کې دفرنټير کور وياند ويلي ددواړو هيوادونو دلوړپوړو چارواکو غونډه کې دچمن دپولې په پرانستو اتفاق شوى دى.
بلوچستان کې دفرنټير کور وياند ويلي ددواړو هيوادونو دلوړپوړو چارواکو غونډه کې دچمن دپولې په پرانستو اتفاق شوى دى.

دزيارت په ورځ پاکستان او افغانستان دچمن په مقام دوه اړخيزه سرحدي ګيټ څوارلس ورځې پس تګ راتګ لپاره پرانستى دى.

بلوچستان کې دفرنټير کور وياند ويلي ددواړو هيوادونو دلوړپوړو چارواکو غونډه کې دچمن دپولې په پرانستو اتفاق شوى دى.

دپاکستان او افغانستان ترمينځ دوه مهمې او مصروف سرحدي لارې دي چې پکې يوه دچمن په مقام ده او بله دپاکستان قبايلي سيمه خېبرايجنسۍ کې دتورخم په مقام موجوده ده.

په ډاګه دې وي چې دچمن دپولې سره نزدې دافغانستان په خاوره دپاکستاني بيرغ دسوځيدو دپېښې څخه وروستو پاک افغان باب دوستي په ١٩ اګست بنده کړى شوې وه.

پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال هم دچمن په مقام دپاک افغان دوستۍ په ګيټ دپاکستاني بيرغ دسوځولو دپېښې غندنه کړې وه.

خپل يو بيان کې عمرزاخيلوال ويلي وو چاچې هم دپاکستان بيرغ سوځولى نه خو هغه دافغان حکومت او نه هم دافغان ولس استازيتوب کوي.

دپولې دبنديدو له امله دسيمه ييزو خلکو ترڅنګ تاجران هم دسختو ستونزو سره مخ وؤ او دګيټ دبنديدو له امله دواړو اړخو ته په سلګونو ګاډي ولاړ وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG