لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دننه ترهه ګريزې ډلې سيمې لپاره ګواښ دى،امريکا

 واشنګټن کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي دا هم وويل چې دامريکا، هند اؤ افغانستان ترمينځ راتلونکې مياشت کې نيويارک کې کيدونکي درې اړخيزه مذاکرات به دافغانستان دراتلونکي په اړه مهم وي.

دامريکا خارجه محکمې خبردارى ورکړى چې دپاکستان دننه اؤ دافغان پولې ترڅنګ حقاني نيټ ورک او نورې ترهه ګريزې ډلې دټولې جنوبي ايشياء او نړۍ لپاره پرله پسې يو امنيتي ګواښ دى.

واشنګټن کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي دا هم وويل چې دامريکا، هند اؤ افغانستان ترمينځ راتلونکې مياشت کې نيويارک کې کيدونکي درې اړخيزه مذاکرات به دافغانستان دراتلونکي په اړه مهم وي.

دخارجه محکمې وياند دا تاثر رد کړو چې ګنې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دکردار په اړه دامريکا دبهرنو چارو دوزير جان کيري او دفاع دوزير ايش کارټر رايې کې تضاد دى.

دبهرنو چارو وزير جان کيري روانه اوونۍ کې نوي ډيلي کې ويلي وو پاکستان دحقاني نيټ ورک په ضد سخت ګام اخستى خو تيره مياشت ددفاع وزير کارټر ددې پخلي څخه انکار کړى و چې پاکستان ددغه ترهه ګريز نيټ ورک مخنيوي لپاره کافي ګامونه اخستي چې ورسره پاکستان لپاره ددريوؤ سوؤ ملينو ډالرو امريکايي عسکري امداد اودريدلى ؤ.

جان کربي وويل مونږ ټولو ته دحقاني نيټ ورک،دپاکستان دننه او دپاکستان او افغانستان سرحدي سيمه کې دفعاله نورو ترهه ګريزو ډلو څخه دپېښو خطرو ادراک دى، هغه وويل پينټاګان هم ددې څخه خبر دى.

هغه وويل امريکا دحقاني نيټ ورک او نورو ترهه ګريزو ډلو څخه دپېښې خطرې په اړه پاکستان سره پرله پسې تماس کې ده.

جان کربي وويل په دغه معامله دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دپاکستان وزيراعظم نوازشريف او دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره څو ځله خبرې کړيدي.

هغه وويل جان کيري افغانستان کې دهند دتعميري کردار ستاينه کړې او هيله يې ښودلې چې دغه عمل به دوامداره وي.

افغان چارواکي دريځ لري چې دحقاني نيټ ورک جنګيالي افغانستان کې په افغان او بهرنو ځواکونو له بريدونو وروستو بيرته پاکستان کې موجودو خپلو خوندي ځالو کې پناه اخلي خو دپاکستان حکومت او پوځ بيا دغه دعوې ردوي او وايي قبايلي سيمو کې روانو پوځي عملياتو کې ټولې ترهه ګريزې ډلې پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG