لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جولايۍ په میاشت کې ۹۰۰ افغان سرتيري وژل شوي، امریکايي کمانډر


د امریکايي کمانډر د اندازې ترمخه تېر کال په افغانستان کې ۲۰ زره عسکرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې او نزدې پینځه زره پکې وژل شوي دي .
د امریکايي کمانډر د اندازې ترمخه تېر کال په افغانستان کې ۲۰ زره عسکرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې او نزدې پینځه زره پکې وژل شوي دي .

په افغانستان کې د امریکايي او نېټو ځواکونو کمانډر ویلي چې په دغه هېواد کې د جولايۍ په میاشت کې د طالبانو په ضد جګړه کې ۹۰۰ امنیتي سرتیري وژل شوي دي .

د نېټو د مرستندویه مشن مشر جنرال جان نکولسن ویلي د یو کال په موده کې طالبانو د ۳۴ صوبو په هېواد کې د نیمې نه په زیاته برخه کې پرمختګ کړی او افغان ځواکونو سره جنګيدلي دي .

د کابل غونډې ته چې پکې افغان چارواکو او بهرنو سفارتکارو ګډون درلود جنرال نکولسن وویل (( د جولايۍ په میاشت کې د ۹۰۰ نه زیات د پوليس او پوځ عسکر وژل شوي او دا نزدې یو بریګيډ ؤ ، پکار ده چې مونږ د دوي قربانۍ د یوې دقيقې دپاره هېرې نه کړو)) .

د امریکايي کمانډر د اندازې ترمخه تېر کال په افغانستان کې ۲۰ زره عسکرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې او نزدې پینځه زره پکې وژل شوي دي .

نکولسن په خپله وینا کې په دې خبره زور راوړی چې افغان ځواکونو کې دې کرپټ یا بدعنوانه افسران بدل کړی شي د مشکوکه سرغړونو پلټنې دې وشي چې د افغان او نړیوالې ټولنې اعتماد په ځای شي .

نوموړي په خپله وینا کې تېره اونۍ د کابل امریکن پوهنتون کې د وژل شوي افغان ځانګړي ځواک افسر لفټننټ محمداکبر ستاینه هم وکړه .

هغه وویل (( تاسو داسې مشرانو او افسرانو ته اړتیا لرئ چې محنت کولو ته تیار وي، رویه او هلې ځلې بدلې کړي، نوي خیالونه راوړاندې کړي او زړې طریقې پرېږدي، ځينې مشرتابه کمزورې او بدعنوانه ده، مونږ سره د لفټننټ اکبر په رنګ اتلان شته او ځینې بدعنوانه دي چې بدلولو ته اړتیا لري )) .

نکولسن په دې خبره ټینکار کړی چې نېټو به د طالبانو په ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ دوامداره ساتي ولې نوموړي ویلي پکار ده چې د مشرتابه نه بدعنواني لرې کړی شي .

په کال ۲۰۰۱ کې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ اتحاد د اسلامي ډلو د واک نه لرې کولو وروستو یواځې تېر کال طالبانو خپل وسله وال عملیات سېوا کړي دي .

افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکا ځانګړي انسپکټر جنرال ترمخه د افغان حکومت نه د کال په وړومبو پينځه میاشتو کې پينځه فیصده برخه د طالبانو لاسو ته ورغلې ده .

د افغانستان په دفاع او امنیتي ځواکونو د نړیوالۍ ورورولۍ په پینځه بلینه ډالرو کې خواوشا درې بلینه یواځې امریکا ورکوي .

د افغانستان په جنوبي سیمو او په ځانګړې هلمند صوبه کې جګړې سېوا شوي دي او وسله والو په وروستیو کې د صوبې مرکز لښکر سره نزدې څو ضلعې نیولې دي .

طالبانو د مرکزي اسیايي هېوادونو سره په پوله پرتو شمالي او شمال ختیځو صوبو کې کندوز، بغلان او تخار کې ځینې سیمې نیولي دي . او تېره اونۍ یې په ختیځ کې د پاکستان سره په پوله پرته ضلع نیولې ده او افغان ځواکونو يې د یو نوي چېلنج سره مخ کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG