لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دحقاني نيټ ورک څلور کمانډران وژل شوي

 دخبري ادارې رويټرز ترمخه دپکتيا دوالي وياند نقيب احمد اتل په دې ويلي دي جاني خيلو کې ترسره شوو بريدونو کې ١٢٠ تندلاري هم وژل شوي دي، جاني خيل يوه ستراتيژيکي ولسوالي ده کومه چې تيره اوونۍ دطالبانو لاسو ته پريوتې وه.

افغان چارواکي وايي افغانستان کې دامريکايي ځواکونو فضايي بريدونو کې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک څلور کمانډران وژل شوي دي،دغه کمانډران په داسې حال کې وژل شوي چې افغان ځواکونه تيره اوونۍ دطالبانو لاسو ته په پريوتې يوې ولسوالۍ دواک ترلاسه کولو هڅې کوي.

افغان چارواکي دريځ لري چې دحقاني نيټ ورک جنګيالي افغانستان کې په افغان او بهرنو ځواکونو له بريدونو وروستو بيرته پاکستان کې موجودو خپلو خوندي ځالو کې پناه اخلي خو دپاکستان حکومت او پوځ بيا دغه دعوې ردوي او وايي قبايلي سيمو کې روانو پوځي عملياتو کې ټولې ترهه ګريزې ډلې پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کوي.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه دپکتيا دوالي وياند نقيب احمد اتل په دې ويلي دي جاني خيلو کې ترسره شوو بريدونو کې ١٢٠ تندلاري هم وژل شوي دي، جاني خيل يوه ستراتيژيکي ولسوالي ده کومه چې تيره اوونۍ دطالبانو لاسو ته پريوتې وه.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد فضايي بريدونو کې په ګڼ شمير کې دجنګيالو دوژل کيدو خبر رد کړى اؤ دعوه يې کړې ده چې دغو بريدونو کې يواځې اته کسان وژل شوي، هغه ياده شوې ولسوالۍ کې د٤٨ؤ عسکرو دوژلو دعوه هم کړې ده.

طالب جنګيالو دتيرې جمعې په ورځ په جاني خيلو قبضه کړې وه،طالبانو اوسنو مياشتو کې ټول افغانستان کې بريدونو کې چټکتيا راوستې ده.

دافغان پوځ وياند فضل خدا ابراهيمخيل ويلي دي امريکايي ډرون الوتکو سيمه کې په راټولو شوو جنګيالو هوايي بريدونه کړي دي.

افغانستان کې دنيټو په مشرۍ دمشن دولسي چارو ډايريکټر کرنل مايکل لاهرن پخلى کړى چې امريکايي ځواکونو دافغان ځواکونو په ملاتړ بريدونه ترسره کړي دي، هغه په دې اړه دنوروجزياتو ورکولو څخه انکار کړى خو يو بيان کې يې پخلى کړى چې امريکايي ځواکونو څلور هوايي بريدونه ترسره کړي.

يو بل افغان چارواکي ويلي ګڼ هاغه عسکري ګاډي چې طالبانو پرې قبضه کړې وه هم ړنګ کړى شويدي.

يو بل لوړپوړي افغان امنيتي چارواکي ويلي دي تيره اوونۍ په جاني خيلو شوي بريد کې دولس سوه جنګيالي ککړ وؤ چې پکې اکثريت دحقاني نيټ ورک دجنګيالو ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG