لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډهاکه کې په رستوران د برید مشکوک مرکزی مشر وژل شوی


د جولايۍ په دوېمه نېټه ډهاکه کې په رستوران د ترسره شوي ترهګر برید زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې وه .
د جولايۍ په دوېمه نېټه ډهاکه کې په رستوران د ترسره شوي ترهګر برید زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې وه .

د بنلګه دېش پولیسو ویلي د خالي په ورځ يې د پلازمينې ډهاکې نه بهر د وسله والو په ضد عملیاتو کې درې اسلامي تُندلاري وژلي دي .

په وژل شوؤ کې تېره میاشت ډهاکه کې په رستوران د برید مشکوک مرکزي کردار هم شامل دی په رستوران برید کې بهرنیان هم وژل شوي وو .

یو لوړ پوړي پولیس افسر سنورحسېن د وسله والو د وژنې پخلی کړی دی .

چارواکو ویلي د ډهاکې په جنوب کې ۲۵ کلومیټره لرې ناراین ګنج علاقه کې د وسله والو او پولیس ترمنځ تر یو ساعته پورې نښته شوې ده .

د چارواکو په وینا تمیم احمد چې په بنګله دېش کې زېږېدلی او کنېډین وګړی دی هم په وژل شوؤ کې شامل دی . چارواکي وايي دوې ګڼي چې دغه ترهګر برید چې ۲۰ بهرنیان پکې وژل شوي وو د برید مرکزي پلان کوؤنکی هم دا کس وو .

د جولايۍ په دوېمه نېټه ډهاکه کې په رستوران د ترسره شوي ترهګر برید زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG