لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: بمي چاودنه کې امريکايي عسکر وژل شوى


 افغانستان کې دميشتوو بين المللي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې دژوبل شوي پوځي حالت ښه دى، دبيان ترمخه شپږ افغان عسکر هم ژوبل شويدي.
افغانستان کې دميشتوو بين المللي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې دژوبل شوي پوځي حالت ښه دى، دبيان ترمخه شپږ افغان عسکر هم ژوبل شويدي.

دافغانستان جنوبي ولايت هلمند کې لشکرګاه سره نزدې دعملياتو په مهال يوه بمي چاودنه کې يو امريکايي عسکر وژل شوى او يو ژوبل شويدى.

افغانستان کې دميشتوو بين المللي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې دژوبل شوي پوځي حالت ښه دى، دبيان ترمخه شپږ افغان عسکر هم ژوبل شويدي.
بيان کې ويل شوي دي دامريکايي عسکرو ګاډى دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم له لارې په نخښه کړى شوى.

افغانستان کې دبين المللي ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال جان نکولسن ويلي دي په دغه مرګ ژوبله هغوي خفه دي خو دهغه وينا ده چې دافغانانو او دهغوي دبچو دروښانه راتلونکي لپاره به مرسته دوامداره وي.

هلمند په روايتي توګه دافغان طالبانو مضبوطه ځاله ګڼل کيږي او اوسنو اوونو کې دغلته جګړه کې چټکتيا راغلې ده.

تيره ورځ افغانستان کې دميشتوو امريکايي ځواکونو لخوا اعلان شوى و چې هلمند ولايت کې ١٠٠ امريکايي عسکر ګمارل شوي دي.

ددغو عسکرو دګمارل کيدو مقصد افغان ځواکونو ته تربيت او هغوي ته عسکري صلاح مشوره ورکول دي ترڅو هغوي نه يواځې دا چې په غوره توګه دسيمې دفاع وکړى شي بلکې هغوي سيمه کې دطالبانو تر قبضې لاندې سيمې هم بيرته تر خپل واک لاندې راوستل شي.

دطالبانو هلو ځلو کې اوسنو مياشتو کې چټکتيا راغلې ، تيره اوونۍ طالبانو دکندوز په يوه مهمه ولسوالۍ خان اباد قبضه کړې وه خو څو ساعته وروستو داضافي عسکرو درسيدو وروستو طالبانو څخه په دغه سيمه بيرته واک ترلاسه کړى شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG