لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د اېم کيواېم مرکزي دفتر(ناين زیرو)تړل شوی او غړي يې نیول شوي


د اېم کیو اېم مرکز ناين زیرو د ښار په عزیز اباد سیمه کې موقعیت لري .
د اېم کیو اېم مرکز ناين زیرو د ښار په عزیز اباد سیمه کې موقعیت لري .

په کراچۍ ښار کې موقعیت لرونکی د متحده قومي مومنټ (اېم کیواېم) ډلې مرکز ٫٫ناين زیرو٬٬ او اړونده نورې دفترې رېنجرز ځواکونو تړلي او د ګوند ځینې مشران يې نیولي دي .

د اېم کیواېم په مرکز ناين زیرو د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې رېنجرز ځواکونو چهاپه وهلې او تر څلورو ساعتو یې په مرکز او اړونده نورو دفترو کې د لټون عملیات ترسره کړي دي .

د عملیاتو وروستو د رېنجرز ځواکونو بریګيډیر خرم شهزاد مطبوعاتو سره خبرو کې وویل (( مونږ د قانون ترمخه ناين زیرو، ميډیا سیل، اېم پي ای هاسټل او خورشيدمیموریل وټرل )).

نوموړي وویل په ناين زیرو د لټون په عملیاتو کې ورته وسله چې پکې کلاشنکوفونه او تماچې شامل دي په لاس ورغلي او ځیني اسناد يې هم ترلاسه کړي دي او د هغو به پلټنې کولی شي .

هغه زیاته کړه په ناين زیرو د چهاپې په وخت څوک نیول شوي نه دي او په دغه مهال یواځې د اېم کيواېم ښځینه غړې دغلته موجودې وې .

د ګل په ورځ مازیګر د کراچۍ په صدر بازار کې په (مدینه سټي مال) نومې ودانۍ کې د شخصي ټيلي ويژن ای ار وايي په دفتر یو شمېر کسان ورغلي، دفتر ته یې سخت زیان رسولی او په ځينې کارمندانو يې تشدد کړی ؤ .

د ای ار وايي د چارواکو او پوليس په وینا دغه کسان د اېم کیواېم ګوند هغه غړي وو څوک چې د تېرو شپږو ورځو راهسې د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج ناست وو، او دوې په داسې حال کې د ای ار وايي په دفتر ورغلي چې د دغه ګوند مشرالطاف حسېن ورته د لندن نه په ټیلیفوني وینا کې د رسنیو په دفتر د ورختلو ویلي او په دغه مهال يې د پاکستان په ضد نعرې هم وهلي لګولې وې .

د کراچۍ پریس کلب او د ای ار وايي ټي وي دفتر د ګورنر د ماڼۍ سره نزدې موقعیت لري .

د ای ار وايي په دفتر د ورتلو ترڅنګ د دفتر نه بهرپه بازار او د مظاهره چیانو د ګڼې ګوڼې په وخت ډزې شوي او ډنډې هم چلول شوي دي ، د چارواکو په وینا په ډزو کې یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي .

د پولیسو په وینا په دغه مهال قهرژنو مظاهره چیانو د پوليس یو موبايل او دوه نورې موټر سایکلې سوځولي دي . وروستو پوليسو د مظاهره چیانو په شا تمبولو دپاره اوښکې بیوونکی ګېس ورولی دی . او د هغې نه پس يې د پریس کلب مخې ته جوړ د اېم کیواېم احتجاجي کېمپ هم لرې کړی دی .

د سندهـ وزیراعلی مرادعلی شاه او د رېنجر ځواکونو مشر مېجر جنرال بلال اکبر د رسنیو دفتر ته ورغلي او ویلي يې دي د مطبوعاتو په دفتر او ګاډو برید کوؤنکي به د قانون منګولو ته راوستلی شي .

وزیراعلی دغه برید ته ترهګري ویلې ده او زیاته کړې يې ده د پوره پلان لاندې دغه ډول ګام پورته کړی شوی دی . ډي جي رېنجر ویلي د پوځ سرلښکر ورته هدایات ورکړي چې په مطبوعاتو برید کوؤنکي او د پاکستان په ضد وینا کوؤنکو په ضد کلک ګامونه پورته کړي او څوک اړي ګړي جوړېدو ته نه پرېږدي .

وزیراعلی تېر ماښام ویلی ؤ اړی ګړی جوړؤنکي د ۲۰ پورې کسان يې نیولي دي . ډي جي رېنجر او پوليس چارواکو ویلي نن د نهې په ورځ به کراچۍ کې سکولونه او کاروبارونه خلاص وي او په سړکونو به د ګاډون چلن هم روان وي .

تېره شپه د کراچۍ پريس کلب مخې ته د اېم کیواېم مشرغړی فاروق ستار او خواجه اظهارالحسن هم رېنجرو نیولي دي . د هغې نه پس يې د ګوند بل مشر عامرلیاقت حسېن نیولی او راپورونه وايي ځينې نور غړي یې هم نیول شوی دي .

د اېم کیواېم د صوبايي اسمبلۍ غړې ارم عظیم ویلي د پاکستان په ضد د نعرو وهلو له کبله ګوند او د اسمبلۍ غړیتوب پرېږدي د اسمبلۍ یو بل غړي خالد بن ولایت هم د ګوند د پرېښودو اعلان کړی دی . د دې ترڅنګ د اېم کیواېم یو شمېرمشرانو په ټویټر د پاکستان زنده باد نعرې لیکلي دي .

راپورونه وايي د ناین زیرو نه علاوه په کراچۍ او حېدراباد کې هم د اېم کیواېم یو شمېر دفترې تړل شوي دي او په انټرنېټ د اېم کيو اېم ویب پاڼه هم بنده کړی شوې ده .

وزیراعظم نوازشریف ویلي د پاکستان په ضد وینا کوؤنکي به ونه بخښل شي او د ملک په ضد د ویل شوي یو يو ټکي بدل به اخستی شي .

د پاکستان پيپلزپارټۍ د صوبايي حکومت د اطلاعاتو مشیر مولابخش چانډیو ویلي د پاکستان په خاوره د پاکستان مرده باد نعره نه شي قبلولی . د پاکستان تحریک انصاف لخوا ویل شوي چې وخت راغلی چې د اېم کیواېم په ضد کلک ګامونه پورته کړی شي . او جماعت اسلامي ډلې نن د نهې په ورځ کراچۍ کې د پاکستان زنده باد په نوم د لاریون کولو اعلان کړی دی .

د متحده قومي مومنټ ډلې په ضد په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېس بک باندې هم تود بحث روان دی ، په ټویټر باندې د ( بېن اېم کیواېم) په نوم ټرینډ تر څو ساعتو روان ؤ چې د ای ار وايي په دفتر د برید او پاکستان په ضد د وینا په بدل کې دې په دغه ګوند بندېز ولګول شي . ولې ځینې کسانو داسې هم ویلي چې په سرکاري ټيلي ويژن پي ټي وي او جيوټي وي باندې برید کوؤنکو په ضد خو دغه ډول ګامونه نه ؤ پورته کړی شوي .

په کال ۲۰۱۴م کې پلازمینه اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستاني عوامي تحریک غړي د پي ټي وي په دفتر ورختلي او د جیو په کارمندانو يې تشدد کړی ؤ .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG