لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پوله په پینځمه ورځ هم تړلې پرته ده


2242554 - Daily Life at Pak-Afghan border Chaman
2242554 - Daily Life at Pak-Afghan border Chaman

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سپين بولدک د باب دوستي په نوم دروازه په پینځمه ورځ هم تړلې پرته ده او هر ډول تګ راتګ پرې بند دی .

د چمن پوله وروستو له هغې وتړل شوه چې پینځه وړاندې سپين بولدک کې د پاکستان لخوا د هند وزیراعظم نریندرا مودي د بیان په ضد مظاهره کوله .

او په دغه وخت د پولې پورې غاړې ته افغانانو د خپل استقلال په ورځ مظاهره کوله او د پاکستاني چارواکو په وینا دغو مظاهره چیانو د پاکستان بېرغ سوځولی دی .

د اتوار په ورځ په سپین بولدک باندې د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ د دروازې خلاصولو په سر خبرې شوي ولې ناکامه شوي دي ، د راپورونو ترمخه نن بیا د خبرو کولو امکان شته .

د سپین بولدک په دغه دروازه د اندازې ترمخه د ورځې په سر نزدې پينځه زره خلک تګ راتګ کوي . او د چمن زیاتره سوداګر د پولې پورې غاړې ویش منډۍ کې خپل کاروبارونه کوي کوم چې د پينځه ورځو راهسې د دروازې د بندېز له امله د ستونزو ښکار دي .

د دې نه علاوه په دغه دروازه په لویه شمېره کې د پولې دواړو غاړو ته پراته خلک تګ راتګ کوي او د افغانستان نه پرې زیاتره خلک علاجونو له هم راځي .

د جون په میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په پوله هغه وخت نښته شوې او دغه دروازه تر پینځه ورځو پورې تړل شوې وه چې کله د پاکستان لخوا په پوله دروازه لګول کېده . په دغه نښته کې دواړو خواؤ مرګ ژوبلې هم اوختې وې .

د پاکستان او افغانستان ترمنځ غټې لارې د بلوچستان صوبې د چمن باب دوستي او د خېبرایجنسۍ د تورخم دروازه ده چې عام خلک او د ګاډو تګ راتګ پرې کیږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG