لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران ته د ورکړی شوؤ پېسو تعلق د بندیانو خوشي کولو سره وو، امریکا


پېسې د جنورۍ په میاشت کې د جوهري تړون عملي کېدو نه سمدست وروستو ورکړی شوې وې .
پېسې د جنورۍ په میاشت کې د جوهري تړون عملي کېدو نه سمدست وروستو ورکړی شوې وې .

د امریکا د صدر باراک اوباما انتظامیې په وړومبي ځل منلې ده چې ایران ته ۴۰کروړه ډالره د امریکايي بندیانو خوشي کولو په موخه ورکړی شوي وو .

د ورانې میاشتې په سر په وړومبو کې صدر اوباما دا خبره رد کړې وه چې ایران ته د پېسو ورکول د کوم ناوړه مقصد ترلاسه کولو دپاره ورکړل شوي دي او زیاته کړې يې وه چې پېسې د جنورۍ په میاشت کې د جوهري تړون عملي کېدو نه سمدست وروستو ورکړی شوې وې .

ایران هم ویلي ؤ چې د امریکې لخوا د جنورۍ په میاشت کې تهران ته ورکړی شوې هغه پېسې دي کومې چې د ۱۹۷۹ د انقلاب نه وړاندې د امریکې سره وې .

د امریکې خارجه وزیر ویلي دي چې ایران ته پېسې د هغه قانوني دعوې عملي کولو په لړ کې ورکړی شوي دي په کوم باندې چې جوهري پروګرام کې د کېدونکو خبرو نه علاوه خبرې اترې کیږي .

امریکې په کال ۱۹۸۱م کې د ایران نزدې څلوېښت کروړه ډالره اثاثې تړلې وې، چې پکې یو ارب دېرش کروړه ګټه هم شامله وه . دا پېسې د کال ۱۹۷۹م د انقلاب نه وړاندې ایران د امريکې نه د سازوسامان اخستو دپاره ورکړې وې .

د امریکې د خارجه محکمې ویاند جان کربي ویلي، ( مونږ ته اندېښنه وه چې ایران د بندیانو خوشي کولو نه انکار هم کولی شی)، د هغه په وینا ځکه چې د دواړو ملکونو ترمنځ د څو کالو راهسې اړیکې ښې نه وې .

هغه ویلي (( که چرته تاسو زمانه دا پوښتنه کوئ چې د دې پېسو د ورکولو او معاملې د ختمولو کوم تعلق ؤ، نو زه به د دې خبرې نه انکار ونه کړم)) .

ایران سره د جوهري تړون باندې نیوکې کوؤنکي وايي، دا پېسې د تاوان په توګه ورکړی شوي دي . د ریپبلکن قانون سازو اوباما انتظامیه باندې په دغه کار دا نیوکه کړې وه چې د امریکې لخوا د خپلو وګړو د راخوشي کولو دپاره تاوان نه ورکولو باندې هم پالیسۍ ته زیان رسېدلی دی .

د جنورۍ په میاشت کې ایران د امريکې څلور بندیان امیر حکمتي، سعیدعابدیني، جېسن رضائیا او نصرت الله خسروي خوشي کړي وو .

د امریکې خارجه محکمې ویلي ؤ چې دغه کسان ایران سره د بندیانو د تبادلې په لړ کې خوشي شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG