لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې ١١ زرو کورونو ته زيان رسيدلى،اى پي اى


 دجنوبي وزيرستان اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد شعيب دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې وويل کوم راپور چې تراوسه تيار کړى شوى دهغې ترمخه ١١ؤ زرو کورونو ته زيان رسيدلى.
دجنوبي وزيرستان اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد شعيب دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې وويل کوم راپور چې تراوسه تيار کړى شوى دهغې ترمخه ١١ؤ زرو کورونو ته زيان رسيدلى.

دپاکستان دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد شعيب ويلي دي قبايلي سيمه کې دترهه ګرو په ضد دروانو عملياتو په مهال دسيمه ييزو خلکو د١١ؤ زرو څخه زياتو کورونو ته زيان رسيدلى.

جنوبي وزيرسان کې دترهه ګرو په ضد دپاکستان پوځ کال ٢٠٠٩م کې عمليات پيل کړي وؤ اؤ ددغو عملياتو له امله سيمې څخه په لکونو خلک په کډو کولو مجبوره شوي وؤ.

دجنوبي وزيرستان اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد شعيب دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې وويل کوم راپور چې تراوسه تيار کړى شوى دهغې ترمخه ١١ؤ زرو کورونو ته زيان رسيدلى.

هغه وويل لمړي پړاؤ کې شپږ نيمو زرو کورونو ته دزيان رسيدلى پخلى شوى ؤ او دوهم پړاؤ کې معلومه شوه چې نورو څلور نيمو زرو کورونو ته هم زيان رسيدلى.

دهغه وينا وه دغو ړنګو شوو کورونو کې په بشپړه توګه دتباه شوو کورونو ترڅنګ داسې کورونه هم شامل دي چې ورته جزوي زيان رسيدلى.

هغه وويل دکومو کسانو کورونو ته چې زيان رسيدلى دهغې مالکانو ته دمعاوضې د ادا کولو عمل روان دى.

هغه وويل تراوسه يې يو ارب او اتيا کروړه روپۍ ويشلي دغه پړاؤ ختميدونکى دى، دکومو کسانو کورونه چې بيخي ړنګ شوي هغوي ته څلور لکه روپۍ ورکړل شوي او په جزوي توګه دړنګو شوو کورونو مالکانو يو لک او شپيته زره روپۍ ورکړى شوى.

هغه دعوه وکړه چې سيمه کې به دسروى عمل تر هاغه وخته روان تر څو چې وروستي اغيزمن تن ته معاوضه نه وي ورکړى شوي.

هغه دا هم وويل چې سيمه کې دبې کوره شوو خلکو څخه زياتره خپلو کورونو ته ستانه شوي.

هغه وويل دکډه کوونکو اندارج شوو ک ٧١ زره کورنو څخه تراوسه ٢٧ زره کورنۍ جنوبي وزيرستان ته ستنې شوي او هم دغه هومره شمير کې ٢٣ زره غيراندراج شوې کورنۍ هم ستنې شوي اؤ هغوي هڅه کوي چې دسمبر پورې خلک بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG