لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي:بمي چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي،درې ژوبل

 دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونه دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت وو اؤ پرمختګ يې کولو چې په دغه مهال پرې يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه وشوه، چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په راجګل علاقه کې دپوځي عملياتو په مهال په امنيتي ځواکونو ترسره شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونه دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت وو اؤ پرمختګ يې کولو چې په دغه مهال پرې يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه وشوه، چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دپاکستاني پوځ يو بيان کې ويل شوي چې خېبرايجنسۍ کې نن دوژل شوو دوو عسکرو دجنازې نمونځ کورډهيډکوارټر پېښور کې ادا کړى شوى.

بل لوري ه دخېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا يو بيان کې خېبرايجنسۍ کې بمي چاودنه کې دوژل شوو عسکرو په وژل کيدو دافسوس څرګندونه کړې ده او ويلي يې دي چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې به دامنيتي ځواکونو قربانۍ بې ځايه نه ځي، ګورنر دا حکومتي دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه به دوروستي ترهه ګر تر خاتمې دوامداره وي.

پاکستاني ځواکونو دخېبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په بيلا بيلو علاقو کې دجيټ الوتکو له لارې دترهه ګرو په شکمنو ځالو بمباري کړې وه اؤ ددې ترڅنګ سيمه کې ځمکني عمليات هم ترسره شوي چې پکې تر دې مهاله د١٤ؤ جنګيالو دوژل کيدو او ١١ؤ دژوبل کيدو دعوه شوې ده.

سيمې پورې ميډيا رسد نه لري نو ځکه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرګ ژوبله اړه ازادانه پخلى نه شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG