لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان پولې ته نزدې هوايي بریدونو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي، پوځ


خېبرایجنسي د افغانستان سره په پوله  پرته قبايلي سیمه ده . 
خېبرایجنسي د افغانستان سره په پوله  پرته قبايلي سیمه ده . 

د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان سره پولې ته نزدې قبايلي سیمې خېبرایجنسۍ په لرې پرته علاقه کې يې هوايي بریدونه کړي ۱۴ وسله وال يې وژلي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .

د پوځ لفټننټ جنرال ویاند عاصم باجوه ویلي د خېبرایجنسۍ د تيراه علاقې په لرې پرته سیمه کې ترسره شوؤ هوايي بریدونو کې د وسله والو نهه ځالې هم تباه کړی شوي دي .

نوموړي ویلي ( د افغانستان سره په پوله پرته د راجګال په علاقه کې عملیات پېل کړی شوي چې په دغه لرې پرته سیمه کې پوځ په ځاې کړی شي کوم لوړ غرونه چې ترهګر په هر موسم کې د تګ راتګ دپاره کاروي) .

خېبرایجنسي د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه ده . دا علاقه د اوږدې مودې پورې وسله والو د خوندې ځالو په توګه کارولې اود پولې دواړو غاړو ته بریدونه کړي دي .

پاکستاني چارواکي وايي په وروستیو کالونو کې په غرييزه علاقو کې د ترهګرۍ په ضد روانو عملیاتو کې د ترهګرو ملا ماتې کړی شوې ده او اوس د افغانستان سره لګېدلې نزدې ۲۶۰۰ کلومیټره اوږده پوله خوندي کوي .

قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نیمایۍ کې د ضرب عضب په نوم عملیات پېل کړی شوي او بیا په خېبرایجنسۍ کې هم د خېبر ون او خېبر ټو په نوم عملیات شوي دي . چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې غټې کامیابۍ ترلاسه کړي دي .

په ملک کې د ترهګرۍ په ضد د استخباراتو په اساس عملیات او خېبرایجنسۍ کې تازه بریدونه په داسې حال کې پېل کړی شوي چې د روانې میاشتې په اتمه نېټه د کويټې په سِول روغتو ن کې یو ځانمرګی برید شوی ۷۴ کسان پکې وژل شوي او د ۱۵۰ نه زیات پکې ژوبل شوي وو .

د کويټې د برید زمه واري د پاکستاني طالبانو څخه بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې وه .

پاکستاني چارواکي وايي دغه ډله د افغانستان خاوره کاروي او د افغانستان د استخباراتي ادارو سره اړیکې لري، ولې کابل دغه تورونه ردوي .

دغه ډول افغانستان هم تور لګوي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې ناست دي او د هلته نه د پولې پورې غاړې افغانستان کې د بریدونو هدایات جاري کوي .

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې راهسې په یو بل د تورونو لګولو سلسله روانه ده او دغه تورونه د دواړو هېوادونو په منځ کې د بداعتمادۍ او شک سبب جوړ دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG