لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي: بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوي


 دسيمه ييزو چارواکو ترمخه ددغه چاودنې هدف په يوه مرکزي لويه لار دپوليسو تنصيب ؤ.
دسيمه ييزو چارواکو ترمخه ددغه چاودنې هدف په يوه مرکزي لويه لار دپوليسو تنصيب ؤ.

دترکي جنوب ختيزه سيمه کې دپوليسو ديوې تاڼې څخه بهر ترسره شوې بمي چاودنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شويدي.

دسيمه ييزو چارواکو ترمخه ددغه چاودنې هدف په يوه مرکزي لويه لار دپوليسو تنصيب ؤ.

دچارواکو وينا ده چې چاودنه کې لږ ترلږه ٢٥ کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې دپوليسو افسران هم شامل دي.

دغه چاودنه دومره قوي وه چې ورسره دودانۍ يوه برخه راپريوته.

پوليسو ددغه چاودنې تور دکردستان ورکرز پارټۍ( پي کى کى) په ياغيانو لګولى.

پي کى کى له دې وړاندې په پوليسو او پوځ بريدونه کړي دي.

تيره اوونۍ د پي کى کى لخوا بريدونو کې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي وؤ، دغو بريدونو کې زياتره دهيواد جنوب ختيزه سيمه کې کرد سيمو کې ترسره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG