په عراق کې کُرد ځواکونو موصل ښار باندې قابضې تُندوره ډلې داعش په ضد عملیات پېل کړي دي او راپورونه وايي کُرد ځواکونو د ښار په ختیځه برخه کې پینځه علاقې په خپله ولقه کې اخستې دي .
د امريکې ملاتړي کُرد ځواکونه چې د پېش مرګه په نوم هم یادیږي د دوې په علاقه کې پرله پسې پرمختګ روان دی .
خبري ادارې اېسوسي اېټډپريس ترمخه د کُرد امنیتی شورا په بیان کې ویل شوي چې د داعش نه د نورو علاقو اخستو دپاره عملیات دوام لري او د دې مقصد په ترهګره ډله فشار زیاتول دي .
د پېش مرګه بریګیډئیر جنرال دیډوان خورشید توفیق ویلي چې د موصل نه بهر عملیات روان دي .
یو ځايې ټيلي ویژن نیټ باندې ښودل شوي چې د یو کلي نه لوګي پورته کیږي او پوځي ګاډي لیدل کيږي چې پرمختګ کوي .
د کُرد امنیتي شورا ترمخه تراوسه پورې ۵۰ مربع کلومیټره علاقه خالي کړی شوې ده او د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا ورته فضايي ملاتړ حاصل دی او په داسې یوه فضايي کارروايۍ کې په موټر کې اېښودی شوی بم تباه کړی شوی دی .
موصل د عراق دوېم غټ ښار دی په کوم چې د کال ۲۰۱۴م په نیمايي کې تُندروه ډلې په خپله ولقه کې اخستی ؤ .
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو لوړ پوړي سفارتکار جان کوبس خبرداری ورکړی ؤ د موصل د داعش نه د ازادولو دپاره متوقع پوځي عملیات د نړۍ تر ټولو لويې انساني بحران سبب جوړېدی شي .
هغه ویلي د موصل د انساني بحران د مخې نیولو دپاره د یو ارب ډالر ضرورت پېښېدی شي . عراق د وړاندې نه د بحران سره مخ دی .
د ملګرو ملتونو د اټکل ترمخه دا وخت په عراق کې یو کروړ خلکو ته د انساني خواخوږۍ په اساس د امداد ضرورت دی په کومو کې چې ۳۴ لاکه هغه کسان دي څوک چې په کال ۲۰۱۴م کې د داعش د عملیاتو له امله بې کوره شوي وو .