لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دداعش دمشر دوژل کيدو پخلى


 پينټاګان دجمعې په ورځ دحافظ سعيد دوژل کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي حافظ سعيد په ٢٦مه جولايي دافغانستان دننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ شوو فضايي عملياتو کې وژل شوى.
پينټاګان دجمعې په ورځ دحافظ سعيد دوژل کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي حافظ سعيد په ٢٦مه جولايي دافغانستان دننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ شوو فضايي عملياتو کې وژل شوى.

دامريکې ددفاع محکمې ويلي دي افغانستان کې ترسره شوي يو هوايي بريد کې دتندروه ډلې داعش يو مهم کمانډر حافظ سعيد خان وژل شويدى.

پينټاګان دجمعې په ورځ دحافظ سعيد دوژل کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي حافظ سعيد په ٢٦مه جولايي دافغانستان دننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ شوو فضايي عملياتو کې وژل شوى.

يو بيان کې مرستيال وياند ګورډن ټروبرج ويلي وو(سعيد) خان په امريکايي او ايتلافي ځواکونو نيغ په نيغه بريدونو کې برخه اخستې وه او دهغه نيټ ورک پخپلو هلو ځلو سره په ځانګړې توګه ننګرهار ولايت کې افغان وګړي ويرولي وؤ.

پينټاګون ويلي دي داعش ننګرهار ولايت دتندلارو دتګ راتګ او تربيې لپاره کاروي.

بروبرج ويلي وو دسعيد خان وژنې سره به افغانستان او سيمه کې دداعش هلې ځلې اغيزمنې کيږي.

له دې وړاندې دافغانستان استخباراتي ادارې په تيروتنې سره ويلي وو چې حافظ سعيد خان دډرون په يو بريد کې تيرکال دجولايي مياشت کې وژل ىو، افغان سرچينو ويلي وو دغه بريد کې د٣٠ؤ څخه زيات جنګيالي وژل شوي خو دحافظ سعيد خان دمرګ خبر غلط ثابت شوى و.

داعش تيرکال دافغانستان ختيزو سيمو کې پښې مضبوطې کړې وې او خپلو هلو ځلو کې يې چټکتيا راوستې ده، هغوي دغلته دامنيتي ځواکونو ترڅنګ دطالبانو لخوا هم مزاحمت سره مخ شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG