لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله په اشرف غني سختې نيوکې کړي


عبدالله عبدالله شکايت کړى چې هغه په ډيرو مهمو پريکړو کې نه شي شاملولى، عبدالله عبدالله داشرف غني په اړه دا هم ويلي دي چې هغه دهيواد دخرابيدونکې وضعې په اړه نه پوهيږي
عبدالله عبدالله شکايت کړى چې هغه په ډيرو مهمو پريکړو کې نه شي شاملولى، عبدالله عبدالله داشرف غني په اړه دا هم ويلي دي چې هغه دهيواد دخرابيدونکې وضعې په اړه نه پوهيږي

دخبري ادارې رويټرز ترمخه دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله ددغه هيواد په ولسمشر اشرف غني سخته نيوکه کړې او ويلي يې دي چې اشرف غني دهيواد دچلولو حق دار نه دى ځکه چې دهغه په قول اشرف غني انتخابي اصلاحاتو کې ناکامه پاتې شويدى.

دامريکا په هڅو ديو تړون لاندې دافغانسان پخواني دبهرنو چارو وزير عبدالله عبدالله لپاره دافغانستان دملي يو والي حکومت کې دچيف ايګزيکټيو چوکۍ ايښودل شوې وه.

خو عبدالله عبدالله شکايت کړى چې هغه په ډيرو مهمو پريکړو کې نه شي شاملولى، عبدالله عبدالله داشرف غني په اړه دا هم ويلي دي چې هغه دهيواد دخرابيدونکې وضعې په اړه نه پوهيږي.

هغه ويلي دي حکومت مفلوج دى او وزيرانو ته دوينا موقع نه ترلاسه کيږي( اشرف غني) ديوې نيمې ګينټې ليکچر ورکوي ،بايد هغه وزيران هم تر ١٥ؤ منټو واوري.

عبدالله عبدالله وويل که چرې چا کې زغم نشته نو هغه دصدارت په چوکۍ دپاتې کيدو حق دار نه دى

دافغان ولسمشر اشرف غني دفتردعبدالله عبدالله دغه څرګندونې مايوسه کوونکې بللې دي.

دافغانستان دملي يو والي حکومت کې دشريکو دواړو مشرانو ترمينځ تاؤتريخوالى خو ؤ خو په ډاګه دغه رقم بيان په لمړي ځل مخې ته راغلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG